دوشنبه , 15 اکتوبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / د امینتي ځواکونو او غیر مسووله وسله والو نښته شوې

د امینتي ځواکونو او غیر مسووله وسله والو نښته شوې

د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني  ويلي دي چې ،  د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره د نا مسوولو وسله والو نښته شوې چې له امله يې گڼه مرگ ژوبله اوښتې ده

د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني زياتوي ، چې د مهدي مجاهد په نوم د نا مسوولو وسله والو قوماندان په بلخاب ولسوالۍ کې د ټاکنو ترسره کېدو او ټاکنيز کمپاين مخنيوى کاوه او تېره ورځ مازديګر مهال يې کسانو د دې ولسوالۍ په دهنه سيمه کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه پيل کړي دي.ده ونه ويل چې مهدي ولې د ټاکنو مخنيوى کاوه. د هغه د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ياده نښته کې د دولتي ځواکونو شپږ او له نا مسوولو وسله والو اته تنه وژل شوي دي

نوموړی زیاتوي، چې په دې نښته کې له دولتي ځواکونو اته تنه او له نامسوولو وسله والو ١٢ تنه ټپيان دي. د والي وياند وايي، جګړه روانه ده او دولتي ځواکونو د هوايي ملاتړ غوښتنه هم کړې، خو تر اوسه ورته مرسته رسېدلې نه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *