دوشنبه , 15 اکتوبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / يوناما : په٩ مياشتو کې هره ورځ ۱۵ ملکي افغانان وژل شوي

يوناما : په٩ مياشتو کې هره ورځ ۱۵ ملکي افغانان وژل شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما)  په خپل تازه راپور کې ويلي دي  چې په تېرو نهو میاشتو کې هره ورځ ۱۵ ملکي افغانان وژل شوي دي.

د یوناما دراپور پر خبره  د ۲۰۱۸م د جنورۍ له پيل نه د سپتمبر ۳۰ پورې په جګړو او امنیتي پیښو کې ۲۷۹۸ ملکي افغانان وژل شوي دي او ۵۲۵۲ نور ژوبل شوي دي.

یوناما وايي د نورو کلونو په څېر بیا هم د (دولت ضد عناصرو) په بریدونو کې ډېر ولسي خلک وژل شوي دي.

د یوناما په راپور کې ویل شوي دي چې ځمکني وسله والې نښتې، ځانوژنکي بریدونه، هوايي بمبارۍ او د ناچاودلو موادو چاودېدل د ولسي خلکو د مرګ-ژوبلې اصلي عوامل دي.

یوناما په ملکي تلفاتو ژوره خواشینې ښودلې ده او ویلي دي چې د دولت مخالفان توکمیز او مذهبي لږکي هم په نښه کړي دي.

ډېر ملکي تلفات په ننګرهار، کابل، هلمند، غزني او فاریاب ولایتونو کې اوښتي دي. په کابل کې د ځانمرګو بریدونو کې بیا ډېر ملکیان وژلي دي، خو په ننګرهار کې بیا ډېر ملکي خلکو مرګ-ژوبله دوه برابره زیاته شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *