دوشنبه , 15 اکتوبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / نوماندان د څه او چا لپاره ځانونه وژني..؟!

نوماندان د څه او چا لپاره ځانونه وژني..؟!

نوري

ویل کیږي چې د رواني میاشتې په وروستیو کې به د کابل اداره په کابل کې د پارلمان لپاره ټاکني کوي، په اصطلاح نوی پارلمان به جوړيږي. د دې لپاره د هیواد له مختلفو برخو نه ځینو خلکو خپل نومونه د کاندیداتورۍ لپاره راجستر کړي دي.
خو له کله نه چې دا پروسه راپیل شوي؛ له همغه راهیسي ګډسری رژیم او مرابطین یې پخپلو کې په شخړو سره اوښتي، په نوره نړۍ کې لانجې ترټاکنو وروسته وي خو د کابل په اداره کې تر ټاکنو وړاندي پیل شوي، که چیري د لوی سفارت کنټرول او څارنه نه وي؛ حتماً به په ناوړه ناندریو سره واوړي.
د ټاکنو دا جعلې پروسه چې ٧ میاشتې وړاندي یې د ارګ لخوا اعلان وشو، او نوم لیکنه یې له اشرف غني راپیل شوه؛ ده له طالبانو هم وغوښتل چې د دوی په انتخاباتو کې ورسره ګډون وکړي.
خو طالبانو یې په ځواب کې همغه مهال لا داسي وویل: « … د اسلامي امارت په وړاندې لومړنی اولویت دا دی چې هیواد له اشغاله وژغورل شي، او د نورو حقوقو په شان د سیاسي زعامت د انتخاب یا انتصاب غصب شوی حق هم بیرته له اشغالګرو څخه راوګرځوي.
په هیواد کې د لسګونو زرو بهرنیو پوځیانو په شتون کې انتخابات کوم مشروعیت نلري. په پوځي او سیاسي برخه کې مهم تصامیم د اشغالګرو لخوا نیول کیږي. اقتدارته به هغه څوک رسول کیږي چي وار له مخه سپیني ماڼۍ او پنټاګان انتخاب کړي وي.
په دې لاره کې مسلمان، مجاهد ولس ته هم پکار ده چې د انتخاباتو په نوم په دغې نمایشي او جعلي پروسه کې د مشارکت پر ځای له هغې سره مقاطعه وکړي. د استقلال او ملي خپلواکۍ لپاره دې خپل ديني او ملي مکلفیت سر ته ورسوي. »
د طالبانو اعلاميې هیوادوالو ته دا پیغام ورکړ چې د اشغالګرو له دغه ډول شیطاني پروسو نه دې ځان لري وساتي، ځکه موږ او تاسو ولیدل چې په تېرو دورو که له پارلماني وکیلانو هم فقط همغه کار اشغالګرو اخیستی لکه د ګډسري رژیم له چارواکو نه چې یې اخلي.
همدا لامل دی چې له کابل او ځینو لویو ښارونو پرته چیري چې اشغالګر او د هغوی ګوډاګیان پراته دي؛ د ټاکنو په نوم هرڅه په نیشت حساب دي.
خو د اشغالګرو په تمویل ترزیق شده مزدورو رسنیو بیا هم شپه او ورځ یوه کړي ترڅو خلکو ته وښيي چې ګویا په هیواد کې ټاکني په پراخه کچه په رښتیا ترسره کیدونکي دي.
متاسفانه چې ځینو غولیدلو کسانو بیا هم ځانونه ورته نوماندان کړل، او غواړي چې د دغو نمایشي ټاکنو له طریقه ځان پارلمان ته ورسوي، په داسي حال کې چې مجاهدینو له وړاندي هم هغوی ته خبرداری ورکړی چې دا د اشغال له برنامو سره له مرستې پرته بله هیڅ ګټه هیواد ته نلري.
خو د وروستي ځل لپاره بیا د یوې اعلامېې په خپرولو سره هیوادوال وپوهول شول چې د انتخاباتو په نوم دا پروسه د اشغالګرو ترمستقیمي څارني لاندي ترسره کیږي، لکه نن چې د امریکا سفیر خپله هم اعتراف وکړ چې زموږ شل استاځي د ټاکنو بهیر له نژدې څاري.
نو نویو نوماندانو ته پکار ده چې د اشغالګرو له دغه فریب او دوکې نه ځان لیري وساتي کنه نو دا کار به تاسو ته په لوی قیمت تمام شي.
دا چې له دغه خبرداري سره سره بیا هم نوماندان له خپل ځان او ملت سره دومره خیانت کوي، چې ځان مرګ ته ورکوي او د ملت پرضد د اشغالګرو په پروسو کې ورسره برخه اخلي، سړی نه پوهیږي چې اخیر ولي نوماندان د څه او چا لپاره ځانونه وژني.

پای ……………..!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *