سه شنبه , 20 نوومبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / طالبانو د یوناما د راپور په اړه خپل دريځ څرگند کړ

طالبانو د یوناما د راپور په اړه خپل دريځ څرگند کړ

د یوناما د راپور په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

نن په کابل کې د یوناما له دفتر څخه یو راپور نشر شو چې ښيي په ۹ میاشتو کې د ملکي تلفاتو شمیر بې کچې زیات شوی او د دوی د راپور له مخې د اکثره ملکي تلفاتو عاملان مجاهدین بلل شوي.
موږ د یوناما دا ړوند قضاوت په کلکه ردوو، اوس هر افغان وګړي ته ثابته شوې چې په هیواد کې د قصدي وژنو، د کلیو د نړولو، کورونو د تبا کولو لوی عامل امریکايي اشغالګر او ورسره د کابل ادارې نظامیان دي.
په دوهمه درجه کې د ملکي تلفاتو عاملین د داعش په نامه فتنه ګر دي چې هغه هم د امریکایانو او د کابل ادارې د استخباراتو لخوا تمویلیږي.
یوناما د یوې نړیوالې با اعتباره ادارې د نمایندګۍ په حیث باید پخپلو راپورونو کې واقعا ثابته کړي چې د بشر ژوند اهمیت ورته لري او د ملکي خلکو له مرګ ژوبلې څخه د سیاسي موخو لپاره کار نه اخلي.
داچې په لویو امریکايي جنایاتو، وحشیانه بمبارونو، ظالمانه چاپو او د ثقیله وسلو په بې احتیاطه استعمال سره هره ورځ لسګونه افغان ښځې ، ماشومان، سپين ږیري او ځوانان، په کورونو او کارځایونو کې په شهادت رسیږي، د لمر په څير روښانه ده.
له دومره لویوقصدي وژنو سره سره بیا هم ډيره شمیره ملکي تلفات مجاهدینوته منسوبول بې دلیله پروپاګند دی چې غواړي امریکايي جنایاتوته توجیه ولټوي، سترګې پرې پټې کړي او د خلکو په سترګو کې خاورې وشیندي.
په تیرو ۹ میاشتو کې د امریکايانو او د کابل ادارې د صفریک قطعې په نامه عسکرو لخوا لسګونه کلي، مساجد، کلینیکونه، ښونځي، مدارس، بازارونه، مارکیټونه، فصلونه او حتا د خلکو مواشي له منځه وړل شوي، خلکوته درنه مرګ ژوبله اوښتې او دا لړۍ لا روانه ده.
د ناسمو راپورونو خپرول او یوه طرفه قضاوت پخپله جنایتکارانو او د ملکي مرګ ژوبلې اصلي عاملینو ته د وژنو جرئت ورکوي او ګواکې مخامخ په ملکي وژنو کې مرسته ورسره کوي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱/۲/۱۴۴۰هـ ق
۱۸/۷/۱۳۹۷هـ ش

ــ ٢٠١٨/١٠/١٠م

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *