دوشنبه , 15 اکتوبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / په هند کې اورګاډي اوښتى دى

په هند کې اورګاډي اوښتى دى

د هند په اترا پرادیش ایالت کې د یو اورګاډي د اوښتو  له امله  پنځه تنه مړه  شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

یاده پېښه نن سهار رامنځته شوې ده.

د هند د پولیسو په خبره د نیوفارکا اکسپریس په نوم د اورګاډي پنځه کابینه د سمیې په وخت د سهار شپږ بجې له خپل مسیره اوښتي دي

 پولیس وایي چې یاد اورګاډی د یاد ایالت مرکز لکنهو ته روان وو

. د دغه هېواد د دولتي ادارو په خبره له ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسي په ورته پیښو کې شاوخوا ۲۵ زره کسان وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *