جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / مشران: په هوايي بریدونو کې ملکیان په نښه کېږي

مشران: په هوايي بریدونو کې ملکیان په نښه کېږي

د میدان وردگ ولایت اوسیدونکو ويلي دي ، پر ملکي سیمو د هوایي بمباریو دوام ورته د زغم وړ نه دی.

دوی په کابل کې د یوې غونډې پرمهال وویل، چې له تېرو دریو میاشتو راهیسې پرې هوايي بریدونه کیږي، پر کورونو یې چاپې اچول کیږي او په دې موده کې سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي.

دوی وايي، چې افغان او بهرني ځواکونه د وسله والو طالبانو پرځای ملکي خلک وژني، خو ملي دفاع وزارت وایي، چې د ملکي تلفاتو د مخنیوی لپاره نوی طرزالعل جوړ شوی دی.

قومي مشران وایي، چې نور ددې وضعیت دوام ورته د زغم وړ نه دی.

دوه اونۍ مخکې افغان او بهرنیو ځواکونو د جغتو ولسوالۍ د ملا حفیظ کلي کې د ملکي خلکو پر یوه کور هوايي برید وکړ، چې پکې یوازې د یوې کورنۍ ۱۲ غړي ووژل شول.

د میدان وردګو قومي مشران وایي، چې له دې مرګ ژوبلې سربیره له تېرو دریو میاشتو راهیسې د دغو هوایي بریدونو له امله سلګونه ملکي کسان وژل شوي او ټپیان دي.

خو ملي دفاع وزارت وایي، چې امنیتي ادارو ته د ولسمشر غني له لوري د نوي سپارل شوي طرز العمل پراساس به د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخنیوي لپاره اقدامات کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *