دوشنبه , 15 اکتوبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / داقتصادي رکود مخه نه ده نيول شوې

داقتصادي رکود مخه نه ده نيول شوې

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
دا د تاريخ يوه ستره تجربه ده ، چې وروسته له نولسمې پېړۍ هر تېرى کوونکى ، چې افغانستان ته راغلي ، د هغه اقتصاد وېجاړ شوى او په بده ورځ بېرته وتلي دي .
په نولسمې پېړۍ کښې د افغانستان د جگړې خرڅ په يوه کال کښې اته ميليونه انگليسي پونډونه وخوت او دهند کمپنۍ وليکل ، مونږ که ديگونه او کاسې وپلورو بيا هم دا نه شو پوره کولاى ، دانگليستان پارليمان پرېکړه وکړه ، چې افغانستان افغانانو ته وسپاري . اميردوست محمد خان له پرېکړې مخکې انگليسانو ته تسليم شوي و ، او په هند کښې يې هغه سره خبرې وکړې . په داسې حال کښې ، چې امير دوست محمد خان دانگليسانو په مجبورۍ سم نه پوهېده ، خپل زوى وزير اکبر خان ته يې خپل دنصوارو کدو د نخښې په توگه ولېږله ، چې جگړه بنده کړي او وزير محمد ا کبر خان شاتگ ته غاړه کېښوده .
دا دي امريکا او اروپا اوس له اقتصادي بحران سره مخ شول .
د ٢٠٠٨ عيسوي کال د جنوري د مياشتې پر اوويشتمه د تېلو نرخ يو بېلر١٤٢ ډالرو ته ورسېده او د ((سټاک)) مارکېټ بيعه درې په سلو کښې کښته شوه ، پانگوالو پانگونې بندې کړې ، اقتصاد پوهانو وويل : څو مياشتې وروسته به د تېلو نرخ ١٥٠ ډالرو ته پورته شي او دکال په پاى کښې به اقتصادي بحران پيل کېږي ، چې مخه يې داسې ژر نه نيول کېږي ، اورپا او امريکا دخپل اقتصاد د ژوندي ساتلو لپاره ، چې څه گامونه پورته کړي وه ، هغه هم دومره اغېزمن نه ول لکه ، چې دوى فکر کاوه .
په انگليستان کښې د جگړو د بندولو خبرې پيل شوې ، په امريکا کښې پر دې خبرې کېږي ، چې خپلې د تېلو ذخيرې راو باسي ، او خلکو ته ووايي ، چې له عامه ترانسپورتي وسيلو کارا واخلئ ، لکه بسونه ، ريل …
په دې توگه د دوى دامپريالېزم خوبونه ترخه شول ، اور او اوبو دوه آفتونو د دوى کار وېجاړ کړ.
په افغانستان کښې امريکايي قوماندان وايي ، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د طالبانو بريدونه څلوېښت په سلو کښې ډېر شوي.
دا ورځني خبرونه دي ، چې له رسنيو اورېدل کېږي ، دالوتکو کمپنيو خپلو خلکو ته ځواب ورکوي ، چې نور دوى ساتلاى نه شي ، د مسافرت کچه لږه شوې ده .
د خراسان تلويزون ، چې په امريکا کښې خپرونې کوي اوس يې بيا د فدرالي کېدو خبرې پيل کړي ، يوه سړي له کابله خبرې کولې ، چې نوم يې بشير بيژن و ، هغه وويل ، چې اوس د فدرالي نظام وخت راغلى ؛ ځکه ملي يو والى په دې موده کښې نور هم ژوبل شو.
طالبان د سرحد په دواړو خواوو کښې پياوړي دي ، اسلامي امارت د امن و امان يو مثال په خپله دوره کښې ښودلى ، چې بهرنۍ رسنيو د دوى دامنيتي جوړښت ستاينه کوله .
ډېرې پروپاگندې يا تور ښودل وشول ، خو حقيقت په خپل حال پاتې شو. د کابل يو روحاني مشر د پاى منار حاجى صاحب وايي :
څوک ، چې د کافرو ملا وتړي هغه هم کافر دى .
همـــه دشـــمن ديـن پيغــــمبـــر است
کسى گرباودوست شد کافراست
دا د نولسمې پېړۍ غږ و ، چې د بي بي مهرو په غونډۍ کښې يې پرې انگليسانو ته کلکه ماته ورکړه ، دا به ډېره ښه وه ، چې کمونستانو او دامريکا پلويانو دا تاريخ لوستى واى او دافغانانو په مزاج پوه شوي واى ، اوس به يې د فدرالي جوړښت خبرې نه کولاى . دا فدرالي نه دى ، چې د دوى د سبا ورځې پټېدو ته سوړه لټوي.
پښتانه خپله ځمکه پېژني او هغه چا ته نه پرېږدي ، چې وبالمن هلته ځالې جوړې کړي ، پرته له هغه افغانستان ډېرې ستونزې لري ، د مثال په توگه د ٢٠٠٨ ع کال د جون پر ٢٧ د ١٣٨٧ ل د چنگاښ پر اتمه دآريانا تلويزون د کابل په خبرونو کښې وويل ، چې د کندهار هرات لويه لاره کښې گاډي چلوونکيو تگ راتگ پرېښى دى ؛ ځکه پوليسو په غلا لاس پورې کړى دى او څه گاډي يې سوزولي دي .
د هغه تصويرونه يې وښودل ، د کورنيو چارو وزارت وياند وويل : پنځوس پوليس يې له کاره شړلي. که څوک دې خبرې ته بشپړ پام وکړي ، څرگندېږي ، چې دولت نشته او د نړۍ له اقتصادي بحران سره نور څوک مرسته نشي کولاى.
په همدې ورځ دامريکا NPR راډيو وويل ، چې داقتصادي بحران مخنيوى نه ليدل کېږي
په دې حال کښې دامريکا د دفاع وزير گېټس وويل د سرحد له پورې غاړې پاکستاني طالبان راځي او پر ائتلافي ځواکونو بريدونه کوي. اقتصاد پوهان وايي که د اقتصادي بحران لپاره څه وشي هغه به لنډ مهال وي .
په کونړ کښې پنځه امريکايي سرتېري وژل شوي دي دا بل خبر دى .
لا مـــې يو خدنـــگ لــــه زړه وتلــــى نه وي
بيا زما په زړه نوبـت د بـــل خـــــدنــــگ دى
هـــــــر سحر په ما له ورايه تېغ وکــــــښـــلى
خول په سرايښى راځي په نيت د جنگ دى
خوشحال بابا د همداسې يو مهال شاعر دى ، چې د پښتنو او مغلو جگړې وې ، په هغه مهال کښې د مغلو ستره امپراتوري وه او پښتانه خواره واره ول .
بيا يې هم د مغلو سټې وايستلې ؛ شل کاله وروسته پښتنو په اتفاق توفيق وموند او په لږه موده کښې دوه مېړنيو افغانانو لوى افغانستان جوړ کړ. صفوي پادشاه داعليحضرت شاه محمود هوتک پر سر خپل تاج کېښود او مغلي پادشاه د اعليحضرت احمدشاه بابا پر سر د پښتنو دغه ځواک ټوله نړۍ حيرانه کړه ، اوس چې کورني او بهرني غليمان ډېر شول ، خداى تعالى به هغه څه بيا پېښ کړي ، چې پېښ شوي وه او داسې څرک ليدل کېږي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *