دوشنبه , 15 اکتوبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / د معادنو لوټ تالان، له هیواد او اولس سره یو بل خیانت

د معادنو لوټ تالان، له هیواد او اولس سره یو بل خیانت

نوري

رسنیو خبر ورکړ چې د اشرف غني تر مشرۍ لاندې  ادارې د تیرې جمعې په ورځ ( د اکتوبر پنځمه) د افغانستان د دوو سترو معادنو د استخراج او خرڅلاو قرارداد له شکمنو او ناپیژانده شرکتونو سره امضاء کړی دی.
د راپور له مخې د کابل ادارې د معادنو او مالیي وزارتونو سرپرستو وزیرانو امریکا ته د سفر په مهال د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو د معادنو د استخراج قرادادونه له دوو داسې شرکتونو سره امضاء کړي دي چې د کابل ادارې لوړپوړي چارواکي او پخواني وزیران هم په کې سهمونه لري.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د شفافیت څارونکي سازمان خبرداری ورکړی و چې د یادو معادنو قراردادونه په غیرقانوني توګه او د یوې اختلاسي معاملې له مخې اجراء کیږي، چې له مخې به یې ددغو ملي شتمنیو ګټه د مفسدو لوړپوړو چارواکو بانکي حسابونو ته لاړه شي.
په داسې حال چې په هیواد کې سیاسي او امنیتي بحران په اوج کې دی، هیواد تر پردي اشغال لاندې دی او د کابل د ادارې واک د هغو فاسدو او اختلاسګرو چارواکو په کنترول کې دی چې په ټوله نړۍ کې په فساد، غصب، اختلاس او ملي سرمایو په لوټ تالان کې ځانګړی نوم لري. په داسې حالت کې د معادنو په شان د سترو ملي سرمایو شکمن قراردادونه واقعا چې له دې اولس او هیواد سره یو بل تاریخي او نه هیریدونکی خیانت دی.
د کابل ادارې چارواکي چې په تیرو اوولسو کلونو کې یې له هیڅ راز ملي خیانت او غدر څخه مخ نه دی اړولی، د ښارونو په داخل او اطرافو کې یې په لکونو جریبه ځمکې غصب کړي دي. د رشوت له لارې هره ورځ د اولس د رګونو ویني زبیښي، دولتي امکانات او عامه ملکیتونه د شخصي ګټو لپاره کاروي او د کابل بانک د واقعې په شان په بیلابیلو طریقو اولسي سرمایې شخصي جیبونو ته اچوي او بیا یې له هیواده بهر په بانکي حسابونو کې جمع کوي. د بدخشان او بلخاب د معادنو د غیرقانوني لیلام له پیښې ښکاري لکه دا ځل چې دغه بې رحمه غاصبین د دې ملي شتمنیود لوټ تالان اراده لري او غواړي چې له اشغالګرو سره په همغږۍ زموږ هیواد او اولس له دې سرمایې هم محروم کاندي.
د افغانستان اسلامي امارت په دې باور دی چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې طبعي زیرمې او معادن هغه ملي ثروتونه دي چې زموږ د هیواد د راتلونکي اقتصادي انکشاف، بیاودانولو او پرمختګ ارمان ورپورې تړلی دی. که په اوسني اضطراري حالت کې دغه زیرمې د اوسنۍ پردیپالې او فاسدې ادارې لخوا د شکمنو قراردادنو او پټو معاملو له مخې استخراج یا خرڅلاو ته وړاندې کیږي، نو شک نشته چې دغه ملي سرمایې به د ملت په ګټه نه بلکې د اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګیانو په شخصي سرمایه بدلیږي.
زموږ په نظر د افغانستان معادن د ټول ملت مشترک مال دی، نو ځکه یې د استخراج او خرڅلاو پروسه هم باید بشپړه شفافه، علني او عادلانه وي، هغه څه چې له اوسني فاسد او اعتبار بایللي رژیم څخه یې تمه نه شي کیدلای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *