جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / عاليقدرامير المومنين دپانگوالې نړ ۍ خوبونه ويجاړ کړل

عاليقدرامير المومنين دپانگوالې نړ ۍ خوبونه ويجاړ کړل

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
اوس دا خبره د تاريخ برخه ده . که څوک ٢٠٠٨ ع کال له ٢٠٠١ ع کال سره پرتله کړي ، يا له ١٣٨٠ کاله تر ١٣٨٧ کاله پورې ټولنيزې او فرهنگي هلې ځلې وگوري ، و به پوهېږي ، چې :
چې مې څراغ په اوبو بل و
اوس په تېــلو نه بلېږي
خوشحال خان
هغه پانگه واله نړۍ نه ده پاتې اوس ، يو له بله مرسته غواړي ، هغه اسرآئيل ، چې له ټولو عربو سره يې جگړه کوله اوس هغو ته يوازې شېخ حسن نصر الله ولاړ دى .
د ٩/١١ له پېښې وروسته ، چې خبره د افغانستان لوري ته راکږه شوه ؛ طالبانو اسناد وغوښتل ، که داسې اسناد شتون ولري دوى به اسامه بن لادن په افغانستان کښې يا کوم درېيم هېواد ته ، چې اسلامي وي وسپاري . داسې سند او ثبوت نه و. طالبانو د بش او امريکا حکم بې سنده ونه مانه ، اوس هغه امريکا نه ده پاتې ، اروپا هم سمه ملگرتيا ورسره نه کوي ، دامريکا خلک جگړه نه غواړي ؛ځکه په دې بې گټې جگړې کښې امريکې ډېر تاوان گاللى دى .
هره ورځ په سنا او کانگرس کښې همدغه بحثونه دي او په اروپا کښې خلک د جگړې خلاف لاريون ته راوځي.
په ټوله نړۍ کښې اقتصادي حالت وېجاړ شوى ، د خوراکي توکو او تېلو بيعه جگه او وزگاري ډېره شوې ده .
اوس امريکا ، انگليس او نور اروپايي هېوادونه يوه خوله نه دي ، د پاريس په غونډه کښې ځينو هېوادو د مرستو ژمنې وکړې ، خو سمدلاسه نه ، کلونه غواړي ، په افغانستان کښې جگړه ، امريکايي ده ، له يوې خوا امريکايي پوځونه تر نورو هېوادو ډېر دي او بل لوري ته د ټولو هېوادو مشري دامريکې په غاړه ده ، سږ کال دامريکې ځاني او مالي تاوان تر نورو کلو څلوېښت په سلو کښې ډېر شوى دى دا ولې؟ دا داسې ، چې دوى ته د جگړې ټکى څرگند نه و اوس هم نه دى .
د افغانستان په لاندې ولايتو کښې جگړې ډېرې دي :
کندهار ، هلمند ، زابل ، اورزگان ، غزني ، پکتيا ، پکتيکا ، خوست ، ننگرهار ، کونړ ، لغمان ، نورستان ، ميدان ، وردگ ، لوگر ، فراه .
دا هغه ولايتونه دي ، چې په نولسمه پېړۍ کښې دانگليسانو جگړې په شلمې پېړۍ کښې د روسانو او اوس په کښې امريکا او ملگري يې په دغو شپاړسو ولايتو کښې جگړې کوي.
په ٢٠٠١ ع کال کښې د طالبانو اسلامي امارت ړنگ شو او د افغانستان اسلامي جمهوريت ودرول شو ، په حقيقت کښې اسلامي امارت ښکاري ، خو د افغانستان اسلامي جمهوريت نه ښکاري ؛ ځکه په دې جمهوريت کښې عدليه ، امنيت ، اداري نظام نه ښکاري او نه واک لري.
د افغانستان په تاريخ کښې هغه حکومت نه گڼل کېږي ، چې ځان نه شي ساتلاى ، کله ، چې ځان نه شي ساتلاى ، بيا ملت څنگه ساتلاى شي ؟ نو هرڅوک ، هره ډله او هره معلوم الحاله کورنۍ هڅه کوي ، چې يوه جگړه مار شخص او دولت ته ځان نژدې کړي ، چې هغه يې څه نا څه وساتي .
د افغانستان خلک هغه حکومت ساتي ، چې دين ، ناموس او خپلواکي وساتلى شي ، همدا خبره ده ، چې طالبان هره ورځ پياوړي کېږي او حکومت د کمزورۍ لوري ته روان دى ، دا به هم د شرم خبره وي ، چې حامد کرزى د خپل حکومت پړه د پاکستان پر حکومت اچوي ، په داسې حال کښې ، چې امريکا او اروپا دافغانستان اسلامي جمهوريت سره دي ، پاکستان هم له امريکا ا انگليس سره د مرستې او خواخوږئ هوډ کړى دى ، دا ټولې پلمې ، پروپاگند او تور ښودل دي .
حقيقت د افغانانو تاريخي مزاج دى او هغه د دين ، ناموس او خپلواکۍ ساتنه ده .
د منت دارو که ومرم نه يې غواړم
که علاج لره مې راشي مسيحا هم
دا دى د افغان مزاج، د افغانستان په تاريخ کښې لاندې تصويرونه وگورئ ، او دغه خلک او دغه حالت وپېژنئ ، خداى مو مل شه !
روانه وژنه له همدې پيل شوې ، چې خپل او پردي نه شي پېژندلى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *