جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / د ټرمپ خبري، د امریکا قول او عمل کې څومره تضاد دی…!؟

د ټرمپ خبري، د امریکا قول او عمل کې څومره تضاد دی…!؟

موسی فرهاد

هوښیاران وایی، په ظالمانو کې ترټولو بدترین ظالم هغه انسان دی چې له ظلم کولو سره سره ځان بیا هم عادل، منصف او مظلوم ګڼي.
ډونالډ ټرمپ د امریکا د صلیبي استعمار په استاځیتوب، د ملګرو ملتونو په سږنۍ 73م اسامبله کې، هغه څه وویل چې د امریکا له عمل سره سل سلنه په تضاد کې وو.
ده پخپل اوږده تقریر کې ډېري داسي خبري وکړي چې امریکا عملاً له هغه نه 180 درجې سرچپه روانه ده. له همدې ځایه ده چې ځینو خبرو یې د دنیا استازي وخندول.
دلته به یې د وینا څو ټکي له خپلي لنډي تبصرې سره مل درسره شریک کړم.
ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د غونډي ګډونوالو ته وویل: « راځئ چي یوځای د وطن پالني، سوکالۍ او د ویاړ راتلونکي غوره کړو، راځئ چي د تسلط او غلبې پر ځای سوله او آزادي غوره کړو.»
ټرمپ، د دروغو دا غوړ شعار په داسي حال کې ورکوي چې خاص د امریکا او د دوی د لویدیځو همکارانو له لاسه د نړۍ زیاتره بشریت ته، خصوصاً مسلمانانو ته دا نړۍ د اور په سره تبۍ بدله شوې، یویشتمه پیړۍ پر هغوی په داسي حال کې را دبره شوي، چې امریکا فقط آئټم بم نه دی ورباندي کارولی، نور یې تر هغه را لاندي د مورپلار په نامه نیمه اټومي او فاسفورس بمونه، او نور هر ډول بیولوژیکي او کیمیاوي وسلې یې ورباندي وکارولي.
د اوبو پرځای ېې د انساني وینو ویالي وبهولي. سوکالۍ او آرامي یې تري ولوټله، د وطن پالني احساس لرونکي انسانان یې د ګوانتنامو غوندي وحشي جزیرو کې بند کړل، د آزادۍ ورکولو پرځای یې ځیني وګړي د زور، زر او ډالر په مټ وپلورل، د غلامانو په څیر کار تري اخلي، او د خپلو خلکو پرضد یې جنګوي.
د صلیبې جګړه ماري ډلي دا قومندان ټرمپ، وایی چې: « د جیمزمنروو James Monroe (د امریکا پخوانی پنځم ولسمشر) له وخت راهيسي دا زموږ رسمي تګلاره ده چي موږ به په دغه حوزه او په خپلو چارو کي پردیو ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوو. موږ ژمن یو چې د لوېدیځې حوزې په سیمه کې به خپله خپلواکي د بهرنيو ځواکونو له پراختیا څخه وساتو.»
دا سمه ده چې تاسو چا ته اجازه نه ورکوئ چې پرتاسو برید وکړي، او نه نور خلک ستاسو غوندي د انسانانو د وینو تویولو تږي دي، خو دا حق بیا تاسو ته چا درکړی چې د نورو په برخلیک داسي لوبي وکړئ چې نه یوازي د هغوی سیاسي زعامت، نظام، اقتصاد او خپلواکۍ کې د وینو تویولو ترحده ګوتي ووهئ، بلکي بشري کرامت یې هم ترپښو لاندي کړئ؟!
آیا په نړۍ کې خصوصاً په اسلامي دنیا کې کوم هیواد شته چې د امریکا د مستقیمي او یا غیر مستقیمي لاسوهني له لاسه یې خوب په آرامه وي ؟!
ټرمپ زیاتوي: «… په همدی وجه به امریکا د نړیوالی حکومتولې د کنټرولولو پر ځای فقط همکاري غوره کوی. نوموړي وویل: زه په دغه خونه کی د هر ملت د حق درناوی کوم ترڅو خپلي عقیدې او دودونه تعقیب کړي، په وینا یې، امریکا به تاسو ته هیڅکله هم ونه وايي چي څنګه ژوند، کار او عبادت وکړئ، خو په بدل کي به تاسې زموږ یواځنۍ دا غوښتنه منئ، چي تاسې به زموږ د خپلواکۍ درناوی کوئ.»
— عجیبه ده، امریکا چې د کروز، بــ52 ، ډرون، سپیشل فورس او بلیک واټر په مټ په نړۍ کې جوړ نظامونه ړنګوي او د خپلي خوښي ګوډاګیان ورباندي مسلطوي؛ آیا دا هغه څه دي چې تاسو یې همکاري ګڼئ؟!
او په همدې ملګرو ملتونو کې د ټولي نړۍ له مخالفت سره سره بیت المقدس اسرائیلو ته د ورکولو بدمعاشي او غیر انساني حرکت مو ټولي دنیا ولید، آیا دا هغه څه دی چې ټرمپ وایي په دې خونه کې راټولو د هر ملت نماینده او د هغوی د حق او رایی درناوی کوم.؟؟!
د ملګرو ملتونو په خونه کې راټول، د نړې د ملتونو استاځو ته ټرمپ خط کشوي، چې پرتاسو به د کار، عبادت او خپلو دودونو تعقیبولو بندیز نه لګیږي، خو که تاسو د امریکا یواځینۍ غوښتني ته غاړه کیږدئ، مطلب دا چې د نړۍ ملتونو ته د کار، عبادت او کلتوري دودونو ته اجازه ورکول، د امریکا له لوري یو مشروط احسان دی، هغه شرط چې امریکا یې له دنیاوالو څخه د پوره کولو غوښتنه لري، وای تاسو به زموږ د خپلواکۍ درناوی کوئ،
اوس تاسو فکر وکړئ د امریکا د خپلواکۍ درناوی ویتنام نه دی کړی، که جاپان، عراق نه دی کړی، که شام، فلسطین نه دی کړی، که افغانستان، ټول منځني ختیځ نه دی کړی، که صومال یا لیبیا او که د نړۍ نورو مستضعفو ملتونو،؟!
آیا دغو هیوادونو پر امریکا د برید هڅه کړي او که برعکس امریکا ورباندي ظالمي منګولي ښخي کړي؟؟! آیا همدغو یادو هیوادونو د امریکا خپلواکي ترپښو لاندي کړي او که امریکا د دوی خپلواکي سلب کړي؛؟
د بدمعاشي امریکا بدمعاش مشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو غونډې ته داسي الټي ماټم ورکوي:
« بالآخره دا د ملتونو خپله خوښه ده چي دوی ځانونو او اولادونو ته څنګه راتلونکي غوره کوي.؟»
مطلب دا چې د امریکا یواځینۍ غوښتني ته به غاړه ږدي کنه، نو د امریکا له قهره به خوندي نشي. ځکه چې ټرمپ وایی :
«… یاد وساتئ موږ به هیڅ کله هم څوک پرینږدو چې د امریکا خپلواکی وګواښي ….»
دا چې د امریکا په قاموس کې د خپلواکۍ ګواښل څه ته ویل کیږي، لږ مخکي ذکره شوه ، چې پرنورو هیوادونو بریدونه امریکا کوي، وژني او ځوروني امریکا کوي، د نظامونو چپه کولو او د خپلي خوښي ګوډاګیانو مسلطولو کار ته امریکا ملاتړلي ده، خو شکایت بیا هم امریکا کوي چې ګویا خپلواکي یې تر ګواښ لاندي ده.
ټرمپ وایی: « …موږ د ګلوبلیزم (نړیوالتوب) مفکوره ردوو او د پیټریوټیزم (وطن پرستۍ) مفکوره غوره کوو.»
حقیقت دا دی، مسلمانان چې نن سبا په نړيواله کچه له کومو ننګونو او ستونزو سره مخ دي؛ د هغى يو اړخ دا معاصر (عالمګيريت) يا نړيوالتوب دى.
نړيوال سرمايه داران او د ګلوبل کپیټالیزم (نړيوال پانګوال نظام ) واکداران چې په رأس کې یې امریکا ده؛ غواړى چې نړۍ په خپل ګروت کې ونيسې ترڅو یې اقتصادى وسائل ټول وزبیښې او په بشري ټولنه کې د لویدیځ منحط کلچر پلی کړي.
د دې کار لپاره یې د نړيوالې میډیا په نوم تبلىغاتي مافیا په کار ګمارلي، ترڅو همدغه ګلوبلایزیشن یا نړيوالتوب ته يو ډيرښه رنګ ورکړې او خلک پري تېرباسي، کنه په واقعیت کې دغه معاصر نړيوالتوب د نړيوال ښکيلاک بل نوم دى.
لنډه دا چې ګلوبلایزیشن ترهرچا لومړی انتخاب د امریکا دی، او دا په حقیقت کې د استعمار نوې طریقه ده البته شکل او صورت یې بدل دی، دا اوس اوس د نړۍ پرغریبو خصوصاً اسلامي هیوادونو د امریکا په مشرۍ د لویدیځوالو یرغلونه، د همدې نوي غربي نړیوالتوب پیلامه ده، چې د امریکا په قاموس کې د نیو ورلډ آرډر( له سره د نړۍ تنظیمول) تیوري ده.
مګر دا چې ټرمپ نن په ملګرو ملتونو کې اعلان کوي چې موږ ګلوبلیزم ردوو، دا خبره یې دروغ ده، په حقیقت د استعماري ګلوبلیزم ترټولو ډېري هڅي امریکا کړي او کوي یې.
د وطن پرستۍ خبره یې تر دې حده پرځای ده چې خپله خو همدا مفکوره لري چې له نور بشریت څخه نفرت کوي، او پرځان مین دي، مګر نوري نړۍ ته بیا د دې اجازه نه ورکوي چې هغوی هم له خپلو وطنونو، عقایدو، نظامونو، تیوریو، دودونو او خپلو خلکو سره مینه وکړي. هغه بیا دوی په افراطیت تعبیروي.
خلاصه دا چې د وخت صلیبې استعمارګران هم ظلم کوي، وحشت کوي، یرغل کوي، د نورو خپلواکي له منځه وړي، عزت او کرامت یې لوټوي، بشري حقونه ترپښو لاندي کوي، مالي استثمار کوي، وژني او ربړوني کوي، خو له دې هرڅه سره سره، ځان عادل او منصف هم ګڼي..؟!
بیشکه چې قرآن یې ښه تصویر وړاندي کړی: « وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ.»– البقرة،11)

پای ……………!
موسی فرهاد
٢٠١٨- داکتوبر٧

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *