دوشنبه , 15 اکتوبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / د امریکا د خونړيتوب کچه او ورسره د افغانانو ۱۷ کلن بريمن مقاومت

د امریکا د خونړيتوب کچه او ورسره د افغانانو ۱۷ کلن بريمن مقاومت

موسی مهاجر

يادونه: په پیل کې به د امریکا پر یرغليزې څېرې لږ تم شو، تر څو هغه کسان چې د تروريست مصداق ورڅخه ورک دی، تروريست درک کړي او هغه څوک چې ستونزه ورته طالبان ايسي، د ستونزې عمق ته ورسیږي، وروسته به د افغانستان اشغال او هلته مقاومت ته یوه کتنه وکړو:

امریکا د خپل تاسيس له پيله جګړه ييزه ده، که د امریکا تاریخ ته وکتل شي په ۱۷۸۹ م کال کې د دې هیواد د لومړي ولسمشر جورج واشنګټن له ټاکل کېدلو سره دامریکا د وچې له اصلي وګړو سورپوستو سره لومړۍ جګړه ترسره کړه، وروسته د امریکا هر ولسمشر په خپله دوره کې د هغوی نسل وژنې ته دوام ورکړ، تر دې چې د امریکا له خپلواکۍ وړاندې او وروسته شاوخوا ۵۰ميلیونه سورپوستې ووژل شول.

امریکا تر استقلال یوازې۴۴ کاله وروسته په ۱۸۳۳ کې پر نيکاراګوا یرغل وکړ، پر دې هیواد يې وروسته هم څوځله یرغلونه کړي، تر دې دوه کاله وروسته امریکايي پوځ پيرو ته ننوت، په ۱۸۳۶ کې يې ټکساس ايالت له مکسیکو بېل کړ، په ۱۸۴۶ کال کې يې پر مکسیکو برید وکړ، په ۱۸۴۸ کې مکسیکو تسلیم شوه او له امریکا سره د تړون له مخې يې د دې هیواد ټول شمال چې د مکسیکو نیمايي برخه کېدله امریکا ته وسپارله چې اوس هغه سیمه د امریکا د دائمي برخې په توګه د کاليفورنیا، نیو مکسیکو، اريزونا، نيواډا، یوټاه او… په نومونو یادیږي.

امریکا په ۱۸۵۵ کې یوراګوای هيواد اشغال کړ او وروسته يې د پاناما بندر ونیو، په ۱۸۷۳ کې يې کولمبیا ونیوله، وروسته په ۱۹۰۱ کې هم امریکايي پوځیان دې هيواد ته داخل شول، په ۱۸۸۸ کې امریکا هايتي ته ننوتله او له ۱۹۱۵ څخه تر ۱۹۳۵ پورې دا هیواد په بشپړه توګه د امریکا تر اشغال لاندې و، امریکا په ۱۸۹۱ کې چېلې ته داخله شوه، په ۱۸۹۸ کې د امریکا له لورې کوبا اشغال شوه، تر ۱۹۲۲ کال پورې دا هیواد څلورو ځله د امریکا له لورې اشغال شو، له هغه راهیسې د ګوانتاناموټاپو چې سلګونه بندیان پکې ساتل کېدل د امريکا په ولکه کې دی، له کوبا وروسته په ۱۸۹۸ کې امریکايي استعمارګرو فلېپين اشغال کړ، په ۱۹۰۳ کې امریکا پر پاناما يرغل وکړ، په ۱۹۰۲ کې امریکا هندوراس ته ننوتله او په ۱۹۰۷ کې يې د دې هیواد په څو ښارونو ولکه ټينګه کړه، امریکا په ۱۹۱۶ کې د انقلابیانو پر ضد ډومنيکان ته ننوتله او دا هیواد يې تر ۱۹۲۴ پورې اشغال و، په ۱۹۱۲ کې امریکايي پوځیانو نيکاراګوا اشغال کړ او تر ۱۹۳۳ کال پورې هلته و.

امریکا له ۱۹۱۷ – ۱۹۱۸ پورې په لومړۍ نړیواله جګړه کې ګډون وکړ چې د تاریخ وژونکې جګړه بلل شوې، له ۱۹۱۸ – ۲۲ پورې امریکا۵ ځله په روسیه کې پوځي مداخله وکړه، په ۱۹۱۹ کې یې په کوستاریکا او هندوراس یرغلونه وکړل، هندوراس ته وروسته هم څو ځله امریکايي پوځ ننوت، په ۱۹۲۲ کې يې پر ترکیه کې پوځي مداخله وکړه، له ۱۹۲۲ – ۲۷ پورې امریکا په چين کې پوځي مداخله وکړه او له ۱۹۲۷ تر ۱۹۳۴ پورې دا هیواد امريکا اشغال کړ او په ۱۹۳۲ کې يې په سلوادور کې پوځي مداخله وکړه.

امریکا له ۱۹۴۱ څخه په دوهمه نړیواله جګړه کې ورګډه شوه چې په ۱۹۴۵ کال کې یې د چاپان پر دوو ښارونو هيروشیما او ناګاساکي اټومي بمونه وغورځول چې دا لومړی اټومي برید و او په دې ډول چاپان تسليم شو چې تراوسه امریکايي پوځ پکې مېشت دی، له ۱۹۴۷- ۴۹ پورې امریکايي پوځ یونان کې پوځي مداخله وکړه او کال وروسته یې فلېپين کې وکړه، له ۱۹۵۰ – ۵۳ پورې امریکا د کوریا په جګړه کې داخله وه چې د جګړې په درېدو برسېره تراوسه د کوریا په ټاپو وزمه کې ستونزې روانې وې، اوس هم په جنوبي کوریا کې امریکايي پوځ مېشت دی، په ۱۹۵۴ کې امریکا پر ګواتيمالا برید وکړ او هلته تاوتريخوالی تر ۱۹۶۷ پورې روان و،، په ۱۹۶۴ کې امریکا پر ويتنام برید وکړ، په داسې حال کې چې د پوځي مشاورینو په نوم تر دې وړاندې زرګونه پوځیان پکې اوسېدل، دې جګړه کې له ۲ تر ۴ ميلیونو کسان ووژل شول.

د ويتنام له جګړې راوروسته تر نوي يمې لسيزې امریکا په ګڼو هیوادونو بریدونه وکړل، په ۱۹۹۱ کې یې پر عراق خونړی یرغل وکړ چې پراخ ویجاړی یې رامنځ ته کړ، په ۱۹۹۲- ۹۴ پورې يې سومالیا اشغال کړه چې له ولسي وګړو سره یې پکې زیات وحشتونه ترسره کړل، د امريکا له خپلواکيه د دې استعمارګر هیواد د یرغلونو، بهر ته د پوځ لېږلو، اشغالونو او پوځي مداخلو شمېر نژدې۳۰۰ ته رسیږي چې لسګونه ميلیونه انسانان پکې وژل شوي دي.

تر سړې جګړې وروسته د امریکا یرغليزه ستراتېژي:

د شوروي اتحاد تر ختمېدو او د نوي يمې لسيزې په پيل کې د سړې جګړې تر پای ته رسېدلو وروسته د نړۍ په یو قطبي کېدو امریکا ته په نړۍ کې د سرکشۍ فرصت برابر شو، په ۱۹۹۴ کې د کلنټن په دوره کې د امریکا د خوندي کولو او نړۍ کې د پراختیا او کنترول ستراتېژي طرحه شوه چې د پنټاګون له لورې خوښه شوه، کله چې په ځانګړې توګه منځني ختیځ کې د امریکا د پارونکو سياستونو د معکوسې پايلې په توګه د ۱۱سپتمبر پيښي رامنځ ته شوې، امریکا ته د نړيوالو ستراتېژیو د عملي کولو نوره موکه هم په لاس ورغله، امریکا د خپلو موخو لپاره له تروريزم سره د مقابلې په نوم د ناټو د غړو او نورو هیوادونو يو ستر ائتلاف جوړ کړ او د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په۷ يې پر افغانستان یرغل وکړ، په نومبر کې د کابل تر سقوط وروسته دا ښه روښانه شوه چې امریکا د تروريزم پر ضد جګړه د هغې خونړۍ پاليسۍ د توجيه لپاره وکاروله چې له مخې یې د پوځي ځواک په کارولو سره ځیني ګواښونه له منځه يووړل او نور يې پرې وويرول.

د ۲۰۰۲ د جنوري په ۲۹ امریکايي ولسمشر بوش وویل چې د تروريزم پر ضد جګړه په لومړي پړاو کې ده او اساسي موخه یې د هغو نظامونو مخنوی دی چې د تروريزم ملاتړ کوي او د ډله ييزې وژنې په وسلو امریکا او د هغې ملګري ګواښي، وروسته يې عراق، ايران او شمالي کوریا د شر محورونه وبلل، تر دې وروسته امریکا ليبیا، سوریه او کوبا وګواښلې.

د امریکا د څو لوريزې ستراتېژۍ چې د اسلام پر وړاندې جګړه هم پکې شامله وه لومړنی قرباني افغانستان او بیا عراق شو، امریکا وروسته په ليبیا، سوریې، یمن او سومالیاکې پوځي مداخلې وکړې او ګڼو نورو هیوادونو کې یې په پټه اوښکاره خپل پوځیان ځای پر ځای کړل.

پر افغانستان امریکايي يرغل او افغان مقاومت:

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷ نېټه امریکا د نیويارک او پنټاګون د هغو بریدونو په بانه پر افغانستان یرغل وکړ چې افغانستان او افغانانو هيڅ لاس نه پکې درلود، هغه ستونزې چې امریکا خپل یرغل ته د بانې په توګه لوټولې حل کېدلی شوای، ځکه که موږ وګورو چې له شمالي کوريا سره د اټومي وسلو ستونزه او د لسګونو کلونو اوږد جنجال ختمېدلی شي، نو له طالبانو سره هم تفاهم کېدلی شوای، خو اصلا امریکا د ستونزې حل نه غوښت، بلکې د افغانستان اشغال يې موخه وه.

امریکا پر افغانستان تر برید وړاندې دلته د شمال ائتلاف په ګډون ځیني اجیران په ډالرو واخيستل، تر څو په اشغال کې ورسره مرسته وکړي او د ځمکنۍ جګړې پېټی پورته کړي، سي آی اې په لومړیو کې خپل واړه ټيمونه را ولېږل تر څو د اشغال له چوپړیانو سره مرستې وکړې، اهداف په نښه کړي او زمینه سازي وکړي، په دې ډول سي آی اې د ۷۰ ميلیونه ډالرو په مصرف په ډېر ارزانه قېمت غلامان وموندل او لومړیو کې ورته جګړه خورا ارزانه ولوېدله.

خو امریکايي اشغالګر تر ډېره خوندي پاته نه شول، بلکې نومبر کې اشغالګرو ته په مزار شريف کې لومړني تلفات واوښتل، دا هغه مهال و چې افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمېر تر ۱۳۰۰ تنو نه اوښت، مجاهدينو د اشغال له پيل سره سم د امریکا له ډېر دهشت او وحشت سره- سره د هغوی او داخلي ګوډاګيانو پر وړاندې عملیات پيل کړل، که څه هم بریدونه محدود او په محدودو سیمو کې وو، خو ورځ تر بلې د دښمن پر وړاندې د کيف او کم له پلوه عملیاتي حجم لوړېدو چې د اشغالګرو شمېر هم د جګړې له توازن سره سم ډېرېدو، تر دې چې په ۲۰۰۸ کال کې د اشغالګرو پر ضد جګړه خورا خونړي پړاو کې وه او د همدې کال په جون کې په لومړي ځل افغانستان کې د امریکايي اشغالګرو تلفات تر عراق ډېر او د اشغال له پيله تر ټولو لوړې کچې ته ورسېدل چې دې زیانونو مغرور بوش د معرکې عمق ته ورساوو او ویې ویل چې دوی په یوه سخته جګړه کې راګير دي.

د ۲۰۰۹ کال په دسمبر کې د امریکا نوي ولسمشر بارک اوباما چې د افغان مقاومت د پای ته رسولو خوبونه یې لېدل افغانستان ته د ۳۳ زرو نورو پوځیانو دلېږلو اعلان وکړ چې له دې سره د ۲۰۱۰ کال په اګسټ کې د امریکايي اشغالګرو شمېر یو لک تنه پوځیانو ته ورسېدو، خو د پوځیانو د شمېر ډېرېدو د افغان مقاومت د ځپلو پر ځای د اشغالګرو د تلفاتو د زياتېدو لامل شو او دا کال د امریکايي او غربي اشغالګرو لپاره تر ټولو ډېر خونړی هغه و، د همدې کال په وروستیو کې ناټو پرېکړه وکړه چې د جګړې د بار پېټی به دداخلي اجیرانو پر اوږو ور اچوي او د امنیتي واک د لېږد تر نامه لاندې به نور د امریکايي ګټو لپاره همدا اجیران د مرګ کومي ته ځانونه ورکوي، له ۲۰۱۱ کال څخه د ۱۴ تر پایه اشغالګرو په تدریج سره خپل ځانونه د جګړې له ډګره وايستل چې دا په مخامخ جګړه کې د امریکايانو د ماتې په معنا سره وه.

طالبانو همداسې خپلو بريدونو او پرمختګونو ته دوام ورکړ، تر دې چې اوس مهال يې د هیوادتر ۷۰ سلنې په زیاته برخه خپل کنترول ټينګ کړی، سیګار او د دښمن نورې اړوند ادارې هم پرنیمايي او تر نیمايي په زیاته خاوره د طالبانو د ولکې اعتراف کوي اوپه دې ډول اسلامي امارت په ځمکنۍ جګړه کې امریکا او غرب ته په ماتې ورکولو او د هیواد د زیاتې برخې په نيولو د يوه سیمه ييز ځواک په توګه رادبره شو، داسې قوت چې امریکا د ماتې ورکولو پر ځای د مذاکراتو او تفاهم ملا ورته کږه کړې.

مقاله کې له لاندې کتابونو ګټه اخيستل شوې

الويلات المتحدة الأمریکية – شادي عبدالسلام

الاستراتېجیة الأمریکية العالمية – د. زينب عبدالعظيم

تاریخ الولايات المتحدة الأمريکیة [من القرن السادس عشرة حتی القرن العشرين] د. عبدالعزیز سليمان نوار، د. محمود محمد جمال الدين

هزيمة أمریکا في فيتنام- د أمل خليفة

بوش په جنګ کې- باب وډوارډ

امپراطوری جنون

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *