دوشنبه , 15 اکتوبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / د محمد سترګې ، د یرغل د ورځې خاطره

د محمد سترګې ، د یرغل د ورځې خاطره

عبدالرحیم (ثاقب)
د۲۰۰۱ کال د اکتوبر شپږمه شپه ماخوستن مهال و چې د کابل ښار په اسمان کې د لومړي ځل لپاره امریکايي جنګي الوتکې را ښکاره او د ښار په بیلابیلو سیمو یې بمونه وغورځول.
د طالبانو هوايي مدافعې ورباندې ښه بيدریغه ځوابي پیرونه کول خو امریکايي الوتکو ځان هم ورباندې نه خبرا وه ؛ ځکه هغوی له ډیرې لوړې ارتفاع یې خپل اهداف په نښه کول
د کابل په ښار کې د امریکایانو لومړني اهداف، د تلویزون تپه، د طالبانو شریعت غږ راډیو، دفاع وزارت ، هوايي ډګر، قرغه او ځیني نور ځایونه وو.
همدا راز یې له کابل پرته په کندهار، ننګرهار، مزار شریف،هرات،غزني او نورو ولایتونو کې هم یو زیات شمیر اهداف د کروز توغندیو په وسیله په نښه کړل.
ښاغلی ډاکټرعبدالله د ټلیفون په کرښه بي،بي،سي، امریکاغږ او نورو رسنیو ته داسې معلومات ورکول لکه دی چې د امریکايي الوتکو پوځي ترصد چې او هغوی ته د ویشتونکو اهدافو کوردینات ورکوي.
کابل ښاریان چې د پخوانیو جګړو په مهال د کورونو په تکاویو کې له ژوند کولو سره عادت وو ، په دې شپه یې یوځل بیا د امریکايي بمونو له شرڅخه د خوندیتوب په غرض شپه په تکاویو کې تیره کړه.
امریکايي الوتکو به وقفه په وقفه بمباري کوله ، چې له هرځل بمباري سره به بریښنا هم قطع کیدله او د طالبانو هوايي مدافعې به ورباندې ځوابي ډزې کولې.
سهار تر لمر څرک وړاندې بمباري ودریده خو د کابل ښار سهارنۍ ښکلې فضاء د امریکايي بمبار له کبله سخته لوخړنه ښکاریده.
د ورځې مهال که څه هم چې بمباري دریدلې خو کابل ښاریان ټول په دې ویره کې وو چې راتلونکې شپه به بیا څرنګه په تکاویو کې تیروي؟
خدايي مقدره وه چې په همدې سهار زمونږ په کورکې د محمد په نوم نوي ماشوم نړۍ ته سترګې وغړولې، سهار تر لمر څرک وروسته زه دستي د خپلو ملګرو حال احوال اخیستلو ته ولاړم ، د خدای فضل و زمونږ پیژندویه ملګري ټول رک روغ او هیچاته هم کوم تکلیف نه و رسیدلی، خو په باغ بالا، هوايي ډګر، قرغه او ځینو نورو ځایونو کې یو شمیر طالبان او ولسي خلګ شهیدان شوي وو.
زما کاکا مرحوم چې یو ډیر خواخوږي انسان وه هره ورځ به یې د هیواد ټول سیاسي حالات لما څخه پوښتل خو د یرغل په سهار د نورو ورځو برخلاف ډیر زهیر او خاموش ښکاریده ، زه چې کله د ملګرو له لیدو وروسته بیرته کورته راغلم نو ده په ډیرې تلوسې راڅخه پوښتنې شروع کړي او زما د انډیوالانو یې د هریوه په نوم نوم پوښتنه کوله، ما ډاډ ورکړ چې شکر هغوی ټول روغ جوړ دي او یوه ته هم هیڅ ډول تکلیف نه دی رسیدلی.
ده راته کړل چې زه هم ښار ته تللی وم په نور ښار خو د بمباري کوم اغیز ماهم نه ولیده خو د تلویزون تپې پر سر ولاړ انتنونه … او له دې سره نور ژړا واخیست او خبره ترې نیمګړې پاتې شوه …
ما ورته وویل هو د ټلویزون تپي انتنونه خو ښکاره هدف او امریکایانو هم تر ټولو لومړی هغه په نښه کړل، خو هلته بشري تلفات ځکه نه وو چې دغسي مستهدف ځایونه مخکي ترمخکي ټول تخلیه کړل شوي وو.
تر دې وروسته زه محمد ته راغلم ، د هغه په سترګو باندې مي په سترګو لګیدو سره په همدې شپه کې د امریکايي بمبار په زریعه د ټولو شهیدانو معصومې ارواي سترګوته ودریدې چې له امله یې تر کا کا زیات زه ډیر متاثرشوم خو ځان مي کنټرول کړ ماویل هسي نه د کور خلګ فکر وکړي چې بیګانۍ امریکايي بمبارۍ ټول نارینه په ژړا کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *