دوشنبه , 15 اکتوبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / د (افغانستان لپاره د دموکراسۍ بنسټ) مخ او څټ

د (افغانستان لپاره د دموکراسۍ بنسټ) مخ او څټ

ملنګ بابا
په ارګ کې ناست اجمل غني او داود نورزی نه یوازې د ( افغانستان لپاره د دموکراسۍ بنسټ) رهبري کوي، بلکې دولتي امکانات هم له خپلو ځانګړیو اغراضو قربانوي.
دوی له یوې خوا د ولسي جرګې د یو شمېر ځانګړيو نوماندانو د بریالیتوب لپاره درې پړاویزه لګښت ته اوږه وړاندې کړې او له بلې خوا ولسي جرګې ته روان یاران په راروانو ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غني په ملاتړ ټاکنیزو هڅو ته هم لمسولي دي.
په ارګ کې ناست د دغه بنسټ د رهبرۍ غړي هر یو اجمل غني او داود نورزي د ولسي جرګې ډاډمنو نوماندانو ته نه یوازې ولسي جرګې ته د بریالیتوب ټټر وهلی، بلکې په درې پړاوونو کې یې د پیسو ورکولو ژمنه هم ورسره منلې ده.
ارګ میشتي د ولسي جرګې دغو ځانګړیو نوماندانو ته په لومړي پړاو کې لس زره دالر ورکوي؛ خو د پیسو په بدل کې ترې د راتلونکي لپاره لیکلی سند تر لاسه کوي.
د ولسي جرګې ځوانو نوماندانو دغه پیرزوینه د دې لپاره منلې، چې په راتلونکيو ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غني د ډلې ګټې ته ولوبیږي.
دا لکه لمر روښانه شوې، چې ارګ او ارګ میشتو په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې له ولس سره درغلي وکړه او ولس هم ترې په تېرو څو کلنو کې خپلې رایې بېرته خپلې کړې؛ خو دې ډلې د ډلې مشر د کار سړي په توګه پر ولس او خلکو وروتپه. اوس دوی غواړي د همدې ولس له ځوانو استازيو سره نه یوازې درغلي وکړي، بلکې د ولس استازي د پیسو پر زور له خلکو رابېل او خپلې شرمیدلې او ناشونې غوښتنې پرې ومني.
ولس پوهیږي، چې د ارګ دغه سینګار شوې ډله نه یوازې ځان غولوي، بلکې په پیسو اخیستل شوي یاران، چې ځانونه د ولس استازي بولي هم غولوي.
ارګ او ډله یې نه پوهیږي، چې د ولسي جرګې د نوماندانو تر منځ له توپیر پیدا کولو به ولسي ملاتړ خپل نکړي او نه به د دیموکراسۍ تر پښو لاندې کول ورته د بیا واکمنۍ زیری وړاندې کړي او نه به تر پایه د ولس ځپلو لپاره دولتي امکانات وکاروي.
هو! له ملته تجرید شوي مشران به نه مشران شي او نه به ولسي ملاتړ خپل کړي

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *