جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / طالبان او د ښځو حقوق

طالبان او د ښځو حقوق

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
د ٢٠٠٨ عيسوي کال د جون پر ٢٥ دامريکا غږ چينل E2 څو ايرانۍ مېرمنې رابللې وې ، دوى يوه گړۍ په دې خبرې وکړې، چې له طالبانو وروسته د د ښځو حقوق ورکړل شول . د طالبانو لپاره دوى دالويه خبره گڼله ، چې طالبانو ښځو ته حقونه نه ورکول.
ښځه په اسلام کښې او بيا په پښتونولۍ کښې پوره ځانگړي حقونه لري ؛ پښتانه ښځې ته ميرمن وايي . يعنې د کور خاونده او واکداره .لکه خان او خانم ، چې يوازې د مونث او مذکر توري په کښې ليدل کېږي ، دواړه د حرمت نومونه دي .
پروپاگند يا تور ښودل ، د خبريالۍ يوه برخه ده ، چې د همدې غرض لپاره کارېږي او کوم رښتينى چار نه دى.
يوه ټولنه د تاريخ ،هڅوب (کولتور) او اقتصاد له مخې خپل ژوند جوړوي .که دا درې اډانې ، ډاډمنې نه وي ؛ نو په دې برخه کښې يوازې تور ښودل ، يا پروپاگنده کوم ارزښت نه لري.
دودونه او هڅوب په تاريخي بهير کښې جوړېږي ، خواقتصاد پر توليد ولاړ وي . اقتصاد په لرغوني مهال کښې لومړى پر کرنې او مالدارۍ بيا پر وړو لاسي صنايعو درېدلى و. کله ،چې لاسي صنايع پر ماشيني صنايعو بدلې شوې ، تجارت او پانگه والي راغله ؛ نو لرغونې لاسي صنايع او تجارت هم بدل شو.
د هرې ټولنې بدلون داقتصادي ودې سره تړاو لري او اقتصاد د توليد زېږنده دى . که توليد ماشيني شوى وي ، يوه خبره ده او که توليد پر لرغوني لارو ترسره کېږي ، دابيا بله خبره ده . په دواړو خواوو کښې د ژوند ټولې لارې بدلېږي ، خوکه پخپلو پښو ولاړ اقتصاد وي، دا ډېره ښه خبره ده. يعنې سوالگراقتصاد نه وي .
هرڅوک بويه پروپاگند او تور ښودل وپېژني ؛ پانگه واله نړۍ ، چې دا کول اوس يې نه شي کولاى ؛ ځکه له اقتصادي کړاوونو سره مخ دي . اوس دوى د سون مواد ، چې د توليد لومړنۍ وسيله ده نه لري اوپېرودل يې هم ورته گران شوي او ارزانه په لاس نه ورځي.
په امريکا کښې له اقتصادي رکود سره څه پېښ شوي؟
په حقيقت کښې طالبانو پسې پروپاگند علمي بنسټ نه لري او ناپوهي ده . په امريکا کښې هر سړى گران گاډي چلوي . اوس څوک گران ، ښکلي او نوي گاډي نه اخلي ، واړه ، ارزانه ، او لږ تېل ، چې غواړي هغه گاډي اخلي .دچا ، چې د کارځايونه ليرې وي ، دوه درې ملگري مومي؛ ددې په ځاى ، چې دوه درې گاډي بوځي ، يو گاډى بيايي . سربېره پر دې عام ولس داسې سيمو ته کډه کوي ، چې د کار ځاى ته نژدې وي ، لوى کورنه ساتلاى نه شي ، واړه اخلي ، د برېښنا ، اوبو او گاز خرڅ او مصرف کموي.
اوس به؛ نو وگورئ وران او وېجاړ افغانستان ته ، چې توليد نه لري ، مهارت نه لري ، جگړې او وژنې په کښې روانې دي ، خو پانگه وال وال هېوادونه ټول ورته راغلي او د پښتنو په سيمو کښې دي او هلته له ځمکې او هوا پر عامو خلکو بريدونه کوي .
د ١٣٨٧ ل هـ کال دغبرگولي پر ٢٥ د وردگو په سيداباد کښې دائتلافي قواوو دخوراکي توکو پنځوس گاډي وسوځول شول ، چې د آريانا په تلويزيون کښې وښودل شول . ورپسې يې د ښار هغه نړۍ وښودله ، چې په کښې کوم چا يوه بوجۍ اوړه غلا کړي وه ، بيا يې د پوهنتون د يوه استاذ خبرې خپرې کړې، چې هغو غلو ته ولې غلي ياست ، چې ميلياردونه ډالر يې لادرکه کړي ، پنځه دقيقې ددغو خبرونو اورېدل کفايت کوي .
ورپسې دامريکې د بهرنيو چارو د وزيرې خبرې خپرې شوې ، چې حامد کرزى دې پاکستاني طالبانو ته ستوغې خبرې نه کوي. له دې وروسته د حامد کزري وياند دامريکې د بهرنيو چارو وزيرې خبرې ځوابوي .
دا دى ، چې وايي :
(( ما وکړه بې شرمي ، هغه مې نه شوله روزي))
تاريخ او کولتور له اقتصادي ودې سره تړلي دي . لکه ومو ، چې ليد او گورو يې د طالبانو لار سمه ده ، چې څه يې کړي؛ هغه مهال امنيت و ، غلا نه وه ، عياشي او بېباکي نه کېدله . اوس د افغانستان ائتلافي دولت ، اروپا ، امريکا او ټول ککړ دولتونه ديوال ته ودرېدل ، حالات داسې راغلل ، چې پټېداى نه شي ؛ ځکه هر څه بربنډ شول . يعنې د پنځو ورځو چړچې ورته د عمر بدنامي شوه . دوى په خبره نه پوهېدل ؛ ځکه به يې دا حال وي .
په امريکا کښې د ((خراسان)) په نامه تلويزيون د دوستم او مسعود کارنامې ښيي ، چې په شمالي ولاياتو او شمال کښې يې له طالبانو سره په جگړو کښې څرگندې کړي . له دې دوه مطلبه اخستل کېږي : لومړى دا ، چې ناټو او امريکا د دوى متحدې جبهې ته بيا واک ورکړي او له دوى سره به سربېره دناټو او امريکا پر مرستو د روسيې ، هند او ايران مرستې بېرته پيل شي ، خو روانې جگړې به روانې وي.
دوه يم دا ، چې تر يوې مودې به ځانونه ژوندي او په خپل حال کښې وساتي . څرگنده خبره دا ده ، چې ـله دوى سره ملي احساس نشته ، دافغانستان تاريخ نه پېژني او د پښتونولۍ جاروتنې هېروي ، خو دا ددوى خوښه ده د خداى جل جلاله کړه نور دي . اروپا ،امريکا ، روسيې ، ايران ، هند يو ځل بيا دوى نه شي ساتلاى ؛ځکه ، چې دوى کورني ربړونه لري.
[ افغانستان د پښتنو په اعتبار افغانستان دى ، د هر گاونډي خبرې او غوښتنې نه شي راتلاى] شمــــع ده ، روښـــانه رڼــــا نشـته دى
خــــــلقه د مــحــفـــــل هغه زلمى څه شو
خدايږو د چا مړو سترگو حمزه وخــــوړ
وايـــــي مـــې ياران هغه ژوندى څه شو
پروپاگند او تور ښودل يو ښه پېر وخوړ ، چې علاج يې پر ټولې نړۍ ونه شو . د هماغه پير پر ازښتونو به مو ژوند بيا روښانه شي او سباوون به مو وليدل شي.
حمزه نن د واعظ خوله کښې څه اثر دى
ورتــــه مــــا، چــــې په تــتۍ ژبــه توبه کړه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *