جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / د بهرنیو ځواکونو په برید کې ملکي  وگړي وژل شوي 

د بهرنیو ځواکونو په برید کې ملکي  وگړي وژل شوي 

افغان اسلامي اژانس د سیمي د اوسيدونکو له خولې  خبر ورکړې ، چې تېره شپه د تګاب ولسوالۍ په بدراب سیمه کې پر یوه کور هوایي برید شوی دی  چې له امله يې  د یوې کورنۍ اتلس غړي وژل شوي

د مولوي محمد قابل په نامه یوه کس افغان اسلامي اژانس  ته ویلي، دا  بمبار د معلم امرالله په نامه د یوه کس پر کور شوی دی

محمد قابل وايي چې په پېښه کې ددغه کورنۍ اتلس غړي چې ښځې او ماشومان هم پکې دي ځای پر ځای وژل شوي دي. دده په خبره دغه کسان ټول ملکي وګړي دي او له وسله والو ډلو سره هېڅ راز اړیکه نه لري.

بل پلو د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري مني چې بهرنیو او افغان ځواکونو په ګډه عملیات ترسره کړي دي، خو د ملکي وګړو مرګ ژوبله یې رد کړې ده. دده په وینا په دغه عملیاتو کې اته طالب وسله وال وژل شوي او اته نور ټپیان دي. هغه زیاته کړه، چې د ګډو ځواکونو عملیات په یاده سیمه کې لا هم روان دي او له یادو سیمو د وسله والو طالبانو تر پاکولو پورې به روان وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *