دوشنبه , 15 اکتوبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / دمېدان وردگو په جعتو کې هوايي بريد شوى

دمېدان وردگو په جعتو کې هوايي بريد شوى

په میدان وردګ  ولايت د والي ویاند عبدالرحمان منګل ويلي دي میدان وردګ  ولايت جغتو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۴۲  طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

عبدالرحمان منګل  په خبره، په دې عملیاتو کې د طالبانو  درې مهم قومندانان هم وژل شوي دي.

عبدالرحمان منګل  زياتوي  په وژل شويو طالبانو کې د جغتو  لپاره د طالبانو ولسوال   قاري سید رحیم ، د نرخ  لپاره د طالبانو ولسوال ملا مسلم او ، ملا عبدالرحمان مشهور په زخمي  شامل دي

د سیمې ځینې کسانو  ویلي، چې په بمبار کې د نهو ښځو او دریو ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان وژل شوي دي.

د طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته استولي پیغام کې ویلي، چې د امریکايي او افغان ځواکونو بمبار کې ولسي وګړي وژل شوي دي.

امریکايي اشغالګرو په میدان وردګوکې په ملکي خلکو بمباروکړ ۱۴ تنه عام خلک يې شهیدان کړل

له تیرو ۲ ورځو راپه دې خوا د میدان وردګو جغتو ولسوالۍ ملاحافظ کلي ته امریکايي او داخلي عسکرد چاپې او وژنو په نیت راغلي وو.

ټول کلی يې تر وحشت او تلاشۍ لاندې نیولي وو، د ګڼو کورونو دروازې يې ماتې کړي  او دخلکواموال يې له منځه یوړل .

 تیره شپه له یاد کلي څخه د وتو په مهال يې د مسیح الله په نامه کس کور بمبار کړ چې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې۱۲ تنه ټول په کې شهیدان شول.

همدا راز کله چې د کلي ۲ تنو سپين ږیرو (حاجي عبدالحلیم او معراج) غوښتل د شهیدانو جسدونه له خاورو را وباسي هغوی يې هم په شهادت ورسول.

دا وحشتونه په داسې مهال ترسره کیږي چې امریکايي اشغالګرو او کورنیو روزل شوو ګوډاګیانو يې د یوې اونۍ په موده کې  په بیلابیلو ولایتونو کې تر ۹۳ پورې ملکي هیوادوال شهیدان کړي او ۱۹ تنه يې ټپيان کړي دي.

انالله اواناالیه راجعونه

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *