جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / ټرمپ له اشرف غني سره ليدنه رد کړې

ټرمپ له اشرف غني سره ليدنه رد کړې

یوې سرچینې رسنيو ته ويلي دي ، افغان ولسمشر ځکه د ملګرو ملتونو  په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته نه ځي ځکه  د امریکا ولسمشر ټرمپ له اشرف غني سره لیدنه رد کړې ده،
اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د ملګرو ملتونو  په ۷۳مه عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته ولاړ.

د اجرائيه ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکتر عبدالله عبدالله به د ملګرو ملتونو د کلنۍ ناستې په جریان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي او ځینو هېوادونو له مشرانو سره خبرې وکړي او د افغانستان په استازيتوب به د امریکا د ولسمشر ټرمپ په مېلمستیا کې ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت یوې معتبرې سرچینې چې نه يې غوښتل نوم یې خپور شي،   ویلي دي ، ټاکل شوې وه چې ولسمشر غني د ملګرو ملتونو په یاده غونډه کې ګډون وکړي او د دې ناستې په یوه برخه کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وویني.

سرچینې زیاته کړه، په همدې موخه یو پلاوی له افغانستان څخه امریکا ته تللی و، خو ټرمپ له اشرف غني  سره لیدنه رد کړې او ویلي یې و چې د ولسمشر ټرمپ مرستیال مایک پنس به له غني سره لیدنه وکړي.
هغه وویل، ولسمشر غني له دې امله چې ټرمپ ورسره لیدنه رد کړې، ونه غوښتل چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ګډون وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *