جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / په زابل کې يوبندي طالب پوليس وژلي

په زابل کې يوبندي طالب پوليس وژلي

تیره شپه  یو تن زنداني  طالب دزابل  ولايت  د شهر صفا ولسوالۍ  په محبس  کې  له  یو   پولیس څخه  وسله اخستې    ۸ تنه پولیس يې وژلي   او ۴  نور ټپیان دي

د زابل ولایت د امنیت امر هم  د پيښې تاييد کړى  ویلي دي چې  دا پيښه  تیره شپه  رامنځته شوې ده ترڅيړنې لاندې ده

یوې بلې سرچینې  بیا  ویلي دي چې پیښه  د ماښام  د لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده .

یو تن زنداني طالب  د ماښام د لمانځه پر مهال  د یو پولیس نه  چې په لمانځه ولاړ وو وسله  واخیسته  او په شاوخوا يي ډزې پیل کړې.

  پدې پیښه کې د شهر صفا د ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ جنايي  او اداري مدیران هم  وژل شوي دي.

د پيښې مسئولیت  طالبانو په غاړه اخیستی دی.

طالب وياند قاري يوسف ويلي دي دزابل شهرصفاولسوالۍ په قومندانۍکي یوه مجاهد بندي چي تازه یې له کندهارنه دلته رانقل کړی  دتحقیق په مهال یې له یوعسکرنه کلاشنکوف لاس ته کړ قومندان پښتون او۷نورعسکریې ځای پرځای ووژل

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *