جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / ځينو پښتنو گوندونو د عمران د تابعيت د خبرې ملاتړ کړې

ځينو پښتنو گوندونو د عمران د تابعيت د خبرې ملاتړ کړې

د پاکستان د جماعت اسلامي مشر سناتور سراج الحق د پاکستان د لومړي وزير عمران د افغانانو او بنگاليانو ته د تابعيت د خبرې ملاتړ کړى او ويلي دي چې بايد افغانانو او بنگاليانو دپاکستان تابعيت ورکړل شي دا تابعيت ورکول په کار دي

همداراز د پاکستان د جمعيت العلمااسلام (س ) مشر مولانا سميع الحق هم  دعمران خان ددې خبرې ملاتړ کړى دى دا خبره يې د پاکستان د راتلوونکي لپاره  ښه گام بللى دى او د نيشنل عوامي گوند مشر اسفنديار ولي خان په لارهور کې د پخواني لومړي وزير نوازشريف د ميرمنې ته له دعا وروسته خبريالانو ته هم د عمران خان د تابعيت د خبرې ملاتړ کړى او زياته کړې يې ده چې  کوم خلک پاکستان،  امريکا او ناټو وکارول ، په لکونو خلک يې شهېدان شول ،او دهغوي دريم نسل په پاکستان کې زيږيدلى (پيداشو) نودوى ته تابعيت نه ورکول ناسمه ( غلطه ) خبره ده

دپښتونخوا ملي عوامي گوند مشر محمود خان اڅکزي هم  د عمران خان د دې خبرې ملاتړ کړى دى

خو د بلوچستان دنيشنل گوند مشر اختر مينگل په ملي اسمبلۍ کې د عمران خان ددې خبرې کلک مخالفت وښود

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *