دوشنبه , 15 اکتوبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / د ناکام جنرال کامیاب مداریتوب

د ناکام جنرال کامیاب مداریتوب

حسن زوی

د محترمو لوستوالو په علم کې به وي چې په افغانستان کې د غاصبو بهرنو ځواکو نو عمومي قوماندان جان نیکولسن (چې له دندې دګوښه کېدلو پرېکړه یې شوې ده او او په همدې ورځو کې ګوښه کېدونکی دی ) د اګست میاشتې په ۲۳ مې نېټې وویل چې له بل هر وخت د افغانستان د ستونزو سیاسي حل لپاره حالات زیات برابر شوي دي.

هغه دا خبرې د ویډیو یې کانفرانس له لارې له کابله د امریکا دفاع وزارت کې خبریالانو سره د افغانستان او سویلي آسیا په اړه د ولسمشر ټرمپ د تګلارې د کلیزې پر مهال په یو جوړ شوي کانفرانس کې وکړې، هغه زیاته کړه د ډونالډ ټرمپ د تګلارې له اعلان سره حالات بدل شوي او دغه تګلاره په ځانګړي ډول د افغانستان او په عمومي توګه د سیمې لپاره ډېره اغیزه ناکه ده.

ده وویل د دې ستراتېژ یو اساسي ټکې په سیاسي روغه جوړه ټینګار دی او پدې برخه کې شوي پرمختګونه او دسولې هڅو په مقابل کې دطالبانو غبرګون ددې ستراتېژۍ دبریالیتوب په معنی دی.

دعسکري اصولو له مخې په جنګونو کې دشکست پرمهال دشکست اعتراف کول هم ضروري وي او له ځان سره ګڼې ګټې لري؛هېواد د جنګي حالت نه راووځي؛ بې ګټې جنګ ته دپای ټکي کېښودل کېږي؛دبې نتیجې مالي او ځاني تلفاتو لړۍ ودرېږي او دلازیات شرمېدلي شکست مخه نیول کېږي.

خو دا بلند همت او عالي اخلاقي جرأت غواړي چې متأسفانه امریکایې عسکري اوسیاسي قیادت د دې نه بې برخې دی؛ د امریکا سیاسي مشران کله نا کله ښه په وازه خوله دشکست اعتراف کوي خو عسکري مشران چې دجنګ دوام سره یې ډېرې مادي شخصي ګټې تړلي دي په صحیح معنی هیڅ ددې اخلاقي جرأت ښکاره کولو ته ندي تیار شوي؛امریکایې جنرالانو نه یواځې دا چې دا اخلاقي جرأت ندی کړی بلکې تل یې خپل شکست فتحه ښودلې او پدې دروغو یې سیاسي مشران او ولس دواړه غولولي دي.

تاسې وګورئ اوس جنرال نیکولسن څومره بربنډ دروغ ویلي دي؟!

ټوله دنیا دا مني او وایې چې د ټرمپ له لورې کال وړاندې اعلان شوې ستراتېژي جنګي ده او د عسکري قوت په زیاتوالي او د دې قوت په بې دریغه کارولو ولاړه ده؛ افغانستان ته نور عسکر او طیارې راولېږل شوې؛دفاع وزارت ته لازیات اختیارات ورکړل شول چې ورسره په تېر یو کال کې دافغانانو پر کورونو په شپنو چاپو او ډرون حملو کې ښه زیاتوالی راغلواو په نتیجه کې یې افغانانو ته دښه زیات مالي او ځاني تاوانونو ورواوړېدل چې همدا افغانانو ته ددې نوې سترتېژۍ ډالۍ ده.

نو د ټرمپ سترتېژي چې یواځې نظامي وه او دسیاسي حل هیڅ بوی پکې نه و دغاصبو قواو ناکام مشریې سیاسي بولي او په کوچني اختر کې داسلامي امارت له لورې جنګ بندي ددې ستراتېژۍ لویه لاسته راوړنه بولي چې دا ددروغو دپاسه دروغ دي ځکه چې دکوچني اختر په موکه داسلامي امارت له لورې جنګ بندي دخپل پخواني تعامل له مخې له خپل لوري وه ؛دکابل ادارې یا امریکایانو سره دمذاکراتو او جوړ جاړي په نتیجه کې خو نه وه نو نکاولسن په کومه خوله داخپله لاسته راوړنه ګڼي؟

جنرل نیکاولسن دټرمپ نظامي ستراتېژي ځکه په سیاسي سترتېژۍ تعبیروي چې سره له دې چې دعسکرو او فوځي وسایلوکې زیاتوالی راغلو او فوځي طاقت لازیات وکارول شوخو اشغالګرو ځواکونو یا ګوډاګۍ ادارې کومه نظامي لاسته راوړنه ونه لرله ؛ نوچې مظامي پرمختګ نه وي څه به یادکړي؟

هو! اشغالګرو ځواکونو او ددوئ په لاس په مختلفو نومونو جوړو شویو افغان ملېشو د مظلوم افغان ولس پرضد دظلم او وحشت لمن ډېره پراخه کړه؛دځمکنو او هوایې بریدونو له لارې یې مظلوم افغان ولس ته ډېرزیات ځاني او مالي تلفات ورواړول؛داهم منو چې د اسلامي امارت یو شمېر مجاهدین هم ددوئ په ډرون حملو کې شهیدان شویدي خو له دې پرته بل هیڅ لاسته راوړنه نه لري ؛نه یې له طالبانو کومه سیمه نیولې ده؛نه یې دطالبانو دحملو نه دځان ساتنې توان موندلی؛نه یې دطالبانو په ارادو کې تزلزل راوستی دی او نه هم دشغال پرضد روانه مبارزه کمزورې شویده بلکې دکابل ادارې له لورې دټرمپ سره دامنیتي تړون د لاسلیک کېدو او دافغانستان په اړه دټرمپ دجنګي استراتېژۍ داعلان نه پس داسلامي امارت مجاهدین داشغالګرو او لاسپوڅو ملېشو پرضد په لا قوي مورال او لوړ عزم جنګېږي چې په نتیجه کې یې دښمن ته د وراوړیدونکو تلفاتو کچه هم ددښمن په خپل اعتراف ډېره لوړه شویده؛اسلامي امارت چې ترخپلې واکمنۍ لاندې ټولوسیموپه ساتنې توانېدلی اوسره دټولو هڅوترې دښمن ندي نیولې نوترڅنګ یې د دښمن نه غونډې غونډې ولسوالئ او فراخې سیمې نیولې دي ؛ګڼ عسکري مرکزونه یې فتحه کړیدي؛په ولس کې یې په محبوبیت کې ډېر شویدی او دومره زیاته فوځي وړتیا یې پیدا کړیدي چې دغزني په څېر دمرکزي افغانستان ترټولو مهم ښار نیولی،له ځان سره دڅو ورځو لپاره ساتلای او بیا دخاص تاکتیک له مخې په خپلې ارادې پرېښودلی او ترې صحیح سالم وتلی شي.

امریکا دنړۍ ترټولو ستر نظامي او اقتصادي ځواک و خو دامریکایانو له بده مرغه چې پرنظام یې د سي آی ای. دفوځي مشرانو او دوسلو دفابریکو مالکانو نه جوړه یو ستره مافیا مسلطه ده چې خپلې شخصي ګټې یواځې دجنګ په دوام کې ویني نو دجنګ رامنځته کولو لپاره هم دروغ جوړوي لکه په عراق دحملې لپاره یې چې جوړکړی وو او جنګ ته ددوام ورکولو لپاره هم ښه ډېر دروغ وایې لکه جنرال نکلسن چې یې وایې او له ده نه وړاندې پدې چوکۍ ناستو کابو ټولوجنرالانوداسې دروغ ویلي دي .

جان کیمبل په ۲۰۱۴ م کال کې ویلي و چې موږ دمثبتو تبدیلیو پرلور روان یو؛جنرل جوزف په ۲۰۱۳ م کې ویلي و چې په افغانستان کې زموږ بریالیتوب حتمي دی،په ۲۰۱۱ م جنرال ډیویډپیټریاس ویلي و چې امریکایې فوځونو طالبان دشکست سره مخامخ کړیدي په ۲۰۱۰ م کال کې جنرال میک کرسټال ویلي و موږ دکامیابۍ پرلور روان یو او له دې وړاندې په ۲۰۰۹ م کال کې جنرال ډیویډمیک کیمن ویلي و چې امریکا په افغانستان کې شکست نه خوري .

په افغانستان کې ددوئ دفتحې او شکست نه خوړلو دا دروغجنې او غولونکې ادعاګانې په داسې حال کې وې چې د ۲۰۰۷ م کال راپدېخوا دنړۍ ټولو بې طرفه لویو عسکري پوهانو دا خبره په ډېر تاکید سره کوله چې امریکا دطالبانو په مقابل کې دجنګي اصولو له مخې شکست خوړلی دی او دفتحې هیڅ چانس یې نه ترسترګو کېږي.

نو امریکایې ولس که ځان ژمن ولس بولي باید ددې یو موټي مافیا پرضد راپورته شي او نور پرېنږدي چې په بې ګټې جنګونو کې ددوئ بچي مړه او مالونه یې ضایع شي او په نړۍ کې دقتل عام ،ظلم،وحشت او بدامنۍ خپرولو له امله امریکا ښه زیاته بدنامه اوبیاهم دشرمېدلې ماتې سره مخامخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *