جمعه , 14 دسمبر 2018

نوى فكر

خليل الله قتيل زوى

نوی فکر بدلونونو ته پاملرنه ده.
افغان ملي ټولنه له تېرو ۲۱۸ کلونو راپدیخوا له مذهبي، فرهنگي، اقتصادي، ادبي او ټولنیزو بدلونو سره مخ شوې؛ خو ملي پیدایښت یې مخه نیولې ده.
دا څنگه ؟
دا داسې، چې په هر نوي سیاسي پړاو کې منور استبداد ملي گټو ته د وفادارۍ پر ځای هېواد او هېوادوال له بېلابېلو معاملو سره مخ کړي؛ د هېواد آبادول ورته د ځاى، ځان او خپلې كورنۍ د آبادولو لوبه ښکاره شوې ده.
نوی فكر تل او هرکله شتون لرلی؛ خو پلی شوی نه دی.
ځان او هېواد پېژندنه حکم کوي، چې ملي گټې دې خوندي شي، هېوادوال دې نه یوازې هوسا ژوند ولري، بلکې علمي، ملي او ټولنیز بنسټونه دې له نړۍ سره د سیالۍ ډگر ته راوویستل شي.
زما هيله داده، چې د هېواد په اړه گټور فكر وشي او هېوادوالو ته په یوه سترگه وکتل شي.
د خلكو او هېواد مقدساتو ته چوپړ نوی او ځوان فكر زیږوي.
په دې اړه تعصب جنايت دى او تل غندل شوی دی.
په درنښت

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *