جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / غلى شانته اوښتون په نړۍ کې!

غلى شانته اوښتون په نړۍ کې!

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
يابه جوړ شي دا وطن د افغانانو
يابه بدله دنيا شي په بيابان هم
(پياوړى)
د٢٠٠١ عيسوي کال دنهه -يوولس دپېښې څخه وروسته داويل کېدل،چې نړۍ بدله شوه،بيا څوک نه پوهېدل څنگه؟
اوس اته کاله واوښتل ښکاري ، چې څنگه :
په دې کښې امريکا ، اروپا او ملگري ملتونه وبالمن دي ، چې دهماغه کال داکتوبر اوومه ده ، چې امريکا دشمالي اتحاد (متحده جبهه) له ب ٥٢ الوتکو پر مټ پر کابل له هوا او ځمکې بريد وکړ، خلکو په نړۍ کښې وليدل ، چې کابل برېښنا درلوده او روښانه و ، خو تر اوسه ، چې اته کاله کيږي بيا روښانه شوى نه دى ؛ ځکه ، چې امريکا ، اروپا او ملگري ملتونه هلته دي .
لويديځ مدنيت ، چې اروپا او امريکا ورباندې نازېدل ، خپل وحشت او بې کفايتي يې ثابته کړه .
دامريکاټاکنې په لومړي پړاو کښې تورپوټکي اوباما وگټلې ،او باما خپله ناره (اوښتون) کړه، بارک اوباما داسې ليکي : ((کله ، چې يو کال وړاندې مو دغه گران سفر پيل کړ لږو خلکو په واشنگټن کښې دافکر او اټکل کولاى نه شو،چې مونږ به نن دلته يو،چې يو دوى داسې فکر کاوه،چې دا خوب او خيال دى،دوى ويل ،چې هېواد وېشل شوى او نه شي ټولېداى ،مونږ وښودله دوى غلط فکر کاوه . نن زمونږ اوښتون په ختيځ او لويديځ کښې ومنل شو ، شمال او جنوب کښې ومنل شو .نن مونږ دتاريخ يه يوه ځانگړي ځاى کښې ولاړ يو .
زه له تاسو غواړم ، چې دامريکي داکثريت په خوا کښې ودريږئ. دا نوې امريکا ده او بيا خپل خواږه خوبونه ووينئ))
په تاريخ کښې تل چا،چې پر افغانستان دانگلي بيا له پښو غورځيدلي دي،نن په امريکا کښې اوزگاري ده،گراني ده،بې کوري ده،روحي ناروغي ده او دتيلو بيعه په يوه ورځ کښې لس ډالره په يوه بيلر کښې جگه شوې،داسې اټکل کيږي،چې په راتلونکيو دوه مياشتو کښې ديوه بيلر تيلو بيعه څلويښت ډالره نوره هم پورته شي،تردې،چې د بش په مخ کښې اوس خپگان ليدل کيږي .
کله،چې امريکا پر افغانستان يرغل وکړ،په نړۍ کښې خلک مظاهرو ته ووتل بيا داسې اعلانونه کېدل،چې دافغانستان خلک خوشحال دي او دطالبانو دحکومت دماتېدو لپاره له امريکا مننه کوي . دا همدغه (متحده جبهه) او نور هېواد پلورونکي ول،چې اوس په نړۍ کښې په فساد او څار دي او افغانستان پاشېدلو هېوادونو کښې شمېر ل کيږي .
په داسې حال کښې،چې په اروپا،اسيا او افريقا کښې ميليونونه ،ميليونونه خلک لاريونونه کوي او زمونږ پر حال ژړېدلي دي،په سلهاوو وگړي په دغو مظاهرو کښې په شهادت ورسېدل،چې دافغانستان ملي تاريخ په دوه يم ټوک کښې دهماغه مهال دخبرونو له مخې راغلي دي،په تېره بيا اسلامي هېوادونوکښې ويره و،په جرمني او نورو اروپايي هېوادونو کښې ميليون خلک واټونو ته ووتل او دافغانستان له ملت سره يې خپله خواخوږي وښودله .
له نړۍ سره دا کرکه پاتې شوه؛دامريکې له خلکو سره هم،چې دادى دسناتور اوباما له ټاکلو سره يې وښودله.دا يو غلى اوښتون دى،چې په ټوله نړۍ کښې راغلى،په تېره بيا ځوانانو کښې په بنسټ کښې دا ډيمواکراسي او دلويديځ مدنيت ماته خوړلې ده .
په برما کښې لويه زلزله وشوه،شپېته،اويا زره خلک ووژل شول دبرما حکومت مشر،چې اومين مار يې نوم دى دامريکې بشري مرستې ونه منلې،امريکايانو ته يې اجازه ورنه کړه،چې دبرما خاورې ته ننوځي،دا دامريکې لپاره لوى شرم و،چې بشري انساني مرستې يې هم څوک نه غواړي .
بدلون او اوښتون همدا دى په ټولې نړۍ کښې د دوى خلاف لاريونونه روان دي دجنوبي کوريا پوهانو غوڅ ډېره کي په امريکا کښې دبش او د ده دملگرو مخالفت وکړ. دا،چې اوباما لومړنۍ ټاکنې وگټلې،خو ارواپايي ځير نه کړه،دلويديځ مدنيت له ماتې سره مخامخ شو او دا ټول دافغانستان له پښتنو او دهغو له مقاومته پيل شو؛ځکه طالبانو دامنيت بېلگه له ځانه پرېښوده،امنيت دانساني ژوند لويه برخه ده،يوه وېره داوه،چې طالبانو او دهغو امنيت له سينکاينگه تر استنابوله او تر جاگارتا پورې اسلامي نړۍ وخوځله،چې اغيزې يې هم ليدل کيږي،داپه تاريخ کښې يو مهم اوغوره پېر دى ؛ځکه افغانستان له ټولې نړۍ سره مخامخ شو.
پښتانه بمونه او جنازې : دا دپېړيو خبرې دي،چې پښتانه به دخپلواکۍ ډيوې بلې ساتي .دا دى اوس اوښتون اوبدلون پيل شو،لومړى ځان بيا جهان . امريکا او اروپا به خپل ځان ساتي. له نورو خبرو پاتې دي .
چلونه او دروغ څرگند شول . افغانستان ،عراق اوفلسطين جاروتلي دپښتنو يو قوم جاروتلي نوميدل په هغه به هم کله خبرې وشي .
کله اغزي وي ستاله لاسه ترگلونو دې دپاســــــــــــــه
له اغيارو سره خـــــــــــانده په خوشحال تندر پريباسه
څه پښتانه له اغيارو سره دي ، هغوي خاندي هغوي به هم خپل حق ته ورسيږي .څښتن تعالى به هر څه سم کړي .

پښتانه بمونه او جنازې تصوير وگورئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *