جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / غير مصنف / طالبان: له امريکايي چارواکو سره خبرې نه شوي

طالبان: له امريکايي چارواکو سره خبرې نه شوي

طالبانو هغه راپور رد کړى چې په کې ويل شوي چې په بگرام او دوبۍ  کې له امريکايي چارواکو سره خبرې کړى طالب وياند په دې اړه خبرپاڼه راليږلى ده

رسنیو د نامعلومه سرچینو په حواله راپورونه خپاره کړل چې ګنې د اسلامي امارت یو شمیر مشرانو له امریکایانو سره په بګرام کې لیده کاته کړي دي او ګواکې دا سفر د ګاونډي هیواد له کويټې ښار څخه بګرام ته شوی!!؟
موږ دا ډول افواهات په کلکه ردوو، د سیاسي فعالیت لپاره د اسلامي امارت رسمي آدرس (سیاسي دفتر)  ټولې نړۍ ته معلوم دی او د امریکایانو په ګډون د نړۍ هیوادونه کولای شي ورسره تماس ونیسي او ورشي.
د اسلامي امارت هیڅ کوم فرد یا پلاوي په بګرام کې له چاسره نه دي لیدلي.
څو ورځې وړاندې هم دې ته ورته خبر خپور شوی وو چې ځینو کسانو ځانونه د امارت د مشرانو نمایندګان معرفی کړي وو او په دوبۍ کې یې له امریکایانو سره لیدنه کړې چې هغه راپور هم کاملا غلط وو.
د دې امکان شته چي بعضې مغرض اشخاص به دپيسو او ځينو نورو امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره د امریکایانو د تیرایستلو په غرض دغه ډول حرکات تر سره کوي او امریکایانو ته چې پخوا هم ډير ځله په دا ډول لومو کې نښتې په جعلي ډول ځان د امارت استازي ورپيژني؛ خو واقعیت دادی چې زموږ هر ډول سیاسي تماسونه به د سیاسي دفتر له لارې او د معلومو آدرسونو څخه وي.
امریکايي لوری باید درک کړي چې دغه ډول تزویري اوجعلي هڅې او تماسونه د ممکنه خبرو اترو اصلي پروسې ته هم جدي زیان رسولی شي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۳/۱/۱۴۴۰هـ ق
۱/۷/۱۳۹۷هـ ش

ــــ 2018/9/23م

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *