دوشنبه , 15 اکتوبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / راشدخان او اصغر افغان جریمه شول

راشدخان او اصغر افغان جریمه شول

ای سي سي یا د کرېکټ نړیوالې شورا د کرېکټ دوه افغان لوبغاړي، اصغر افغان، راشد خان او پاکستانی بالر حسن علي جریمه کړي دي.

د جریمې کچه د یوې لوبې حق الزحمې یا فیس ۱۵ سلنه یاده شوې ده. دغه جریمه د جمعې پر ورځ ابوظبۍ کې د دواړو لوبډلو تر منځ د ځینې پېښو په تړاو لګول شوې.

راشدخان له دې کبله جریمه شوی، چې د پاکستان توپوهنې پر مهال یې ۴۷ اوور کې د اصف علي وېکټې له تر لاسه کولو وروسته هغه ته برګ کتلي او د ګوتې اشاره یې ورته کړې ده او دا یو پاروونکی عمل بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *