دوشنبه , 15 اکتوبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / په ایران کې  د پوځي پرېډ پر مراسمو بريد شوى

په ایران کې  د پوځي پرېډ پر مراسمو بريد شوى

د ایران په اهواز ښار کې  وسله والو  د پوځي پرېډ پر   مراسمو بريد کړی چې له امله يې ٢٤ کسان  وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.

د ایران دولتي رسنيو ويلي دي چې  بريدګرو د دريځ له شا څخه په پرېډ بريد کړی

او دبريد يې   “ترهګریز”برید بللی او برید کونکي “یې تکفیري کسان” بللي.

له دې برید څخه   شل کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.  په دغې برید کې هېڅ حاضر چارواکی نه دی ژوبل شوى

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي، “بهرني رژیم” د اهواز بریدګر روزلي او وسلې یې ورکړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *