دوشنبه , 15 اکتوبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / ‎ ‎‏ پينځه هېوادونه بيا په نيويارک کې دايران په اړه غونډه کوي

‎ ‎‏ پينځه هېوادونه بيا په نيويارک کې دايران په اړه غونډه کوي


د ايران او پينځو هيوادونوترمنځ چې د اتومي پروګرام د کنټرول په اړه ېې دمخه د برجام په نوم ‏موافقه کړې وه او ټرمپ هغه شوې موافقه ماته کړه اوس پينځه هېوادونه يوځل بيا د ټرمپ له ‏انکاره وروسته په  نيو يارک کې غونډه وکړه.‏
د رويټرخبري اژانس خبر ورکړيدى چې د نړۍ پينځه قدرتمند( ځواکمن) هېوادونه په نيويارک کې په داسې ‏حال کې چې امريکا په کې شتون  نه لري دايران سره په شوې موافقه بيا غورکوي څو د يوې ‏خوا د امريکا سره ېې خپلې اړيکې په خپل ځاې پاتې او د بلې خوا دايران سره په کړې موافقه ‏ېې وفاداري هم ثابته شي.‏
د مخه چې ټرمپ د ايران سره د برجام له موافقې وووت او دپينځو هيوادونو علاوه ېې په ‏اروپاېې هېوادونوهم غږ وکړچې له ايران سره هرډول راکړه ورکړه بنده او په اقتصادي ‏بنديزونوکې ورسره غاړه يوسي، خو پينځو قدرمندو هېوادونو برتانييې،روسيې، چين، المان او ‏فرانسې په څرګنده وويل چې دايران سره خپلې اړيکې دخپلو موافقو په اساس په خپل حال بايد ‏وساتل شي .‏
رويترليکي چې راتلونکې اونۍ به په نيويارک کې د برجام دموافقې په اړه ياد هېوادونه غونډه ‏کوي او دايران د بهرنيو چارو د وزيرجواد ظريف سره به د برجام په اړه بحث وکړل شي.‏

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *