جمعه , 14 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / پمپيو: که ايران پلوو راباندې بريد وکړ ځواب به ېې ايران وايي

پمپيو: که ايران پلوو راباندې بريد وکړ ځواب به ېې ايران وايي

دامريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو په سخته او ترخه لهجه ايران ته خبر دارې وکړ که ايران ‏پلوې نيابتي جګړه مار پر واشنګټن بريد وکړامريکا به مستقيما پرايران بريد کوي او دامريکا ‏لپاره پرايران د بريد پرته بله لار نشته .‏
مايک پمپيو سي، ان ان تلويزيو سره په مرکه کې ويلي چې موږ په وار وار ايران ته ويلي چې ‏دخپلو نيابتي جګړه مارو مخه ونيسي ځکه چې امريکا ته ترې خطر دې خو بيا هم ايران دخپلو ‏نيابتي جګړه مارو مخه نه ده نيولې او په سيمه کې دايران پلوو جګړه مارو د بريدونو له امله ‏نا امني ورځ په ورځ زياتيږي .‏
پمپيو د سي،ان ، ان سره په مرکه کې ويلي ايران د خپلو نيابتي جګړه مارو په فعاليتونو سيمه نا ‏امه کړيده خو د ټولو خرابو عواقبو مسئوليت به ېې هم دايران پرغاړه وي ،پمپيو وروسته له هغې ‏ايران ته سخت اوپه ترخه لهجه خبردارې وکړ چې په عراق کې ېې پرامريکايي مرکزونود ‏بريدونو پړه هم پرايران ورواچوله.‏

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *