دوشنبه , 15 اکتوبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / د فاریاب شرین تگاب کې پر ماشومانو چاودنه شوې

د فاریاب شرین تگاب کې پر ماشومانو چاودنه شوې

د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند کریم یورش ویلي دي د فاریاب په ولایت کې د سړک د غاړې د ماین چادونه شوې ده چې له امله يې څلور ماشومان وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي. کریم یورش زياته کړې ده چې  دغو ماشومانو له ٦ نه تر ١٢ کلونو پورې عمر درلود او یوه ماشومه نجلۍ هم وژل شوي ده.

د پولیسو ویاند پر خبره چاودنه د جمعې د ورځې په ماسپښین د شرین تگاب په ولسوالۍ کې وشوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *