دوشنبه , 15 اکتوبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / د مارشال فهيم له پوهنتون سره نږدې دوه راکټونه لګېدلي

د مارشال فهيم له پوهنتون سره نږدې دوه راکټونه لګېدلي

د ملي دفاع وزارت وياندجاوېد غفور ويلي دي  چې نن سهار دوه راکټونه د مارشال فهيم  پوهنتون ته څېرمه لګېدلي، خو زيانونه يې نه درلودل..د مارشال فهيم نظامي پوهنتون د کابل پنځمې امنيتي حوزې اړونده د قرغې پر سړک موقعيت لري.جاوېد غفور  زياته کړه چې امنيتي ځواکونو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *