دوشنبه , 19 نوومبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / شاه محمود قريشي له اشرف غني سره کتلي

شاه محمود قريشي له اشرف غني سره کتلي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي دي دافغانستان او پاکستان ترمنځ به نورې خبرې په اکتوبرکې کيږي نوموړي په کابل کې ويلي دي د افغانستان ولسمشراشرف غني او د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني به دا کتوبر په مياشت کې پاکستان ته راشي هم به د افغانستان اقتصادي کميسون غړي په راتلوونکي مياشت کې د پاکستان دوره وکړي
 
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي له ولسمشر اشرف غني سره کتلي له ارگه په خپره شوې خپرپاڼه کې ويل شوي دي د افغانستان جمهوررئیس محمداشرف غني د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌ محمود قریشي نن ماسپښین په ګلخانې ماڼۍ کې خپل حضور ته ومانه
په دغه کتنه کې د امنیت، په سیمه کې د سولې او ثبات، له تروریزم سره پر ګډې مبارزې، د افغانستان او پاکستان د عمل پلان په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.
د هېواد جمهوررئیس د افغانستان او پاکستان د عمل پلان ارزښت ته په اشارې وویل، دا هراړخیز پلان دی او موثریت به یې هغه مهال د پام وړ وي چې بشپړعملي او تطبیق شي.
په دغه کتنه کې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د پرمختګ او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت سولې پروسې څخه د پاکستان د ملاتړ په اړه د بحث ترڅنګ، د هغه پر هراړخیز تطبیق ټینګار وشو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *