دوشنبه , 19 نوومبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / د زابل ولایت د شملزو ولسوال مومند نصرت وژل شوى

د زابل ولایت د شملزو ولسوال مومند نصرت وژل شوى

د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیز ويلي ، ناپیژاندو و سله والو نن د زابل ولایت د شملزو پر ولسوال مومند نصرت  د کندهار په یوولسمه حوزه کې برید کړی، چې له امله یې مومند نصرت وژل شوی او زوی ټپي دی.

د کندهار د والي ویاند زياتوي ، چې د شملزو له ولسوال سره يې زوی هم د وسله والو ترغلچکي برید لاندې راغلی او ټپي شوی دی.

د وياند په خبره مومند نصرت له خپلې کورنۍ سره یو ځای په کندهار کې اوسېده، چې نن دوه بجې دوو موټرسایکل سپرو وسله والو برید ورباندې وکړ. دده په خبره د پېښې په اړه یې پلټنې پيل کړې دي   د نصرت کورنۍ د نوموړي وژل کېدل تایید کړي دي او له حکومت یې غوښتي چې د پېښې عاملین دې ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *