دوشنبه , 19 نوومبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / په څو ولایتونو کې د ټاکنو کمیسیون دفترونه تړل شوي

په څو ولایتونو کې د ټاکنو کمیسیون دفترونه تړل شوي

د افغانستان لوی ملي ایتلاف په کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ولایتي دفتر تړلی دی.ددغه ایتلاف غړي وايي چې دوی د ټاکنو پر شفافیت ډاډه نه دي، نو ځکه یې دغه دفتر د اعتراض په توګه تړلی دی. د لوی ملي ایتلاف غړو ویلي حکومت شفافو ټاکنو ته ژمن نه دی، سر له اوسه ددغه کمیسیون په چارو کې ستونزې لیدل کېږي، نو ځکه یې هڅې پيل کړې چې په ځينو ولایتونو کې ساحوي دفترونه د اعتراض په توګه وتړي. لوی ملي ایتلاف وايي چې په همدې لړ کې یې نن په هرات، ننګرهار، بلخ او پنځو نورو ولایتونو کې هم د ټاکنو ولایتي دفترونه د اعتراض په توګه تړلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *