شنبه , 22 سپتمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / طالبانو په زابل کې پر پوستو بريدونه کړي

طالبانو په زابل کې پر پوستو بريدونه کړي

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال ويلي چې طالبانو  تېره شپه لسګونو  په نوبهار ولسوالۍ کې د پوليسو پر درېيو پوستو بريدونه کړي چې له امله يې  اته پوليس ووژل شول او درې نور ټپيان دي.

سيال زياتوي  چې وروسته سيمې ته تازه امنيتي ځواکونه رسېدلي او   طالبان يې شا تګ ته اړ کړي دي.

نوموړي د پوليسو د پوستو د سقوط خبره رد کړه  د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا په دې جګړه کې د ٢٠ پوليسو د مرګ ژوبلې خبره کړې ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *