دوشنبه , 19 نوومبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / جنایي محکمې ته ګواښ څه په ډاګه کوي؟

جنایي محکمې ته ګواښ څه په ډاګه کوي؟

نوري

امریکا نړیوالې جنایي محکمې ته ګواښ کړی، چې افغانستان کې دې د دوی د جنایتونو په اړه کومه قضیه نه پرانیزي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن ویلي چې که جنایي محکمه د دوی د عسکرو د کړنو په اړه پلټنې پیل کړي؛ نو لازمه سزا به وویني!!

جان بولټن دسپټمبر په ۱۱مه یوې ناستې ته د وینا په مهال وویل چې امریکا به د دې نامشروع محکمې (جنایې محکمې) له څار او څېړنو څخه د خپلو خلګو د ساتنې په موخه هر اړخیزه هڅې وکړي، نوموړي وویل چې تیار دی د جنایي محکمې پر قاضیانو او څارنوالانو بندیزونه ولګوي او امریکا ته د سفرونو مخه یې ونیسي. بولټن د یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي په توګه دا هم وویل چې که نړیواله محکمه د امریکا، اسرائیل او د دوی د ملګرو عدلي تعقیب پیل کړي، دوی به بې تفاوته پاته نشي.

نړیواله جنایي محکمه په ۲۰۰۲ کال کې د بشري حقونو د نقض او جنګي جرمونو د ثبت او څېړنو په موخه جوړه شوه. امریکا دې محکمه کې غړیتوب وانخیست. د نړۍ زیاتره هیوادونو د یادې شوې محکمې هرکلی وکړ او اوس همدا محکمه د۱۲۳ هیوادونو ملاتړ له ځان سره لري. نړیوالې جنایي محکمې د ۲۰۱۷ په پای کې افغانستان کې هم خپله څانګه پرانسته، ویل کیږي تر اوسه یې افغانستان کې تر ۱۱۰ ډیر شکایتونه ثبت کړي دي.

امریکا چې په نړیواله کچه ځان د بشر د حقونو ساتندوی، د تهذیب بېلګه او د عدالت ځانګو نوموي، خو په عمل کې د نسل وژنې مخکښه، د وحشت نمونه او د ظلم ځاله ده. د نړۍ په لر او بر کې یې د وحشت او ظلمت اورونه بل کړي، په لسګونو ملیونه وګړي د امریکا او ملګرو له لاسه یې د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړایستل شوي او د انتهایي دربدرۍ سره لاس او ګریوان دي. افغانستان، عراق، سوریه، یمن، لیبیا او صومالیه یې بېلګې دي.

غربي رسنۍ او کابل کې د یرغلګرو له لوري رامنځته شوي مطبوعات له بیلابیلو لارو هڅې کوي چې د اشغالګرو او کابل رژیم بشر ضد کړنې او جنګي جرمونه پټ کړي. دوی له پیله تر اوسه د مجاهدینو پر ضد مختلفې برنامې جوړې کړي او په بیلابیلو وختونو کې یې نشر کړي. که دوی د ولس سترګو کې د خاورو شیندلو هر څومره هڅې هم وکړي، خو واقعیتونه به بالاخره را ښکاره کیږي.

دا چې امریکا په رسمي او علني ډول د جرمونو نړیوالې محکمې ته اخطارونه ورکوي، چې د دوی د کړنو په اړه پلټنې ونه کړي، کنه د بدو عواقبو سره به مخ شي، څه په ډاګه کوي؟ یو دا چې امریکا نړیوالو سازمانونو او ټولنو ته د یوه توت ارزښت هم نه ورکوي، خو د خپلو مخالفینو د ټکولو په موخه بې دریغه ابزاري استفاده ترې کوي او ډيره د پام وړ دا چې د امریکا له لوري جنایي محکمې ته همدا ډول اخطاورنه افغانستان کې پر خپلو جرمونو ډاګیز اعتراف دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *