شنبه , 22 سپتمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / طالبان، غزني او امريکايان!

طالبان، غزني او امريکايان!

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

دالجزيرې تلويزيون د ١٣٨٧ل هـ دغبرگولي پر شپږمه په غزني کښې دطالبانو دبريدونو او دامريکايانو دپوځي اډې دجوړولو پرله پسې خبرونو ، خبر ورکړ.

غزني  دافغانستان په مرکزي برخه کښې يو مهم ولايت دى، چې دڅو ولايتونو ترمنځ پروت دى.لکه زابل ، پکتيکا ، ميدان وردگ ، لوگر ، پکتيا …..

غزني هغه ولايت دى،چې ځينې جفرافيه پوهان يې دزابل له توابعو بولي.دايوه تاريخي سيمه ده؛ځکه ، نو اسلامي هېوادونه دلته اسلامي پلازمينه جوړوي.

امريکا او پانگواله نړۍ په خپلو تبليغاتو کښې ډېر لغات کاروي ،لکه : طالب ، القاعده، ترهگر ، شورشي …. ، خوځپل شوي افغانان بيا په دې نه پوهيږي .

زمونږ خپل هېواد دى،خپل تاريخ او خپله پېژندگلوي لرو،دغزني تاريخ ولايت له غور او زابل سره يو ځاى دى،داهغه تاريخي سيمې دي،چې له بابل سره يې اړيکې درلودې.

اوس،چې دغزني اسلامي ځانگړيتوب څرگند دى او اسلامي نړۍ هغه خپله پلازمينه بولي؛نو امريکا او انگليس نه يوازې خپله پاملرنه دې خواته گرځولې ده،بلکې په سيمه کښې هر يو خپلې پښې ټينگوي،دافغانستان په ملت کښې دوى پخوا چاودونه راويستي وه،چې په فرهنگي برخو کښې  دايران له تبليغاتو گټه اخلي ، دايران په سياست کښې دادي ، چې پاکستان دافغانانو دښمن وبولي او ځان دوست .

په دې،چې په پاکستان کښې دوه يم ډېره کي پښتانه دي، دپاکستان پښتانه ، چې دافغانستان پر پولو پښتنو سره دي،افغانان بلل کيږي،او داخبره دگرديزي په تاريخ کښې هم راغلي؛نو پانگواله نړۍ او نورگاونډيان دې خواته گوري  او غواړي ، چې پښتانه له خپلې پښتو واړوي .

غزني،چې په اسلامي نړۍ کښې لوى نوم لري اوس نو امريکايانو او انگريزانو پرېکړه کړې،چې دلته خپلې پښې ټينگي کړي،بيا دوى خپله ډېرو ستونزو سره مخامخ دي،چې يو ځل بيا په دې نه شي بريالي کيداى،دبيان له ازادۍ او ډيموکراسۍ څخه خبرې؛ځکه کيږي،چې دخلکو فکرونه تيت وپرک شي او خبرې ډېرې شي،چې کره کول يې گران شي.کله،چې دپښتنو دفاع ډېره شي دا نور وايي،چې ټول افغانان يو او که داومنل شي بيا دوى دمليتونو خبره کوي،مطلب دا،چې ايران او پانگواله نړۍ يوه  خوا نيسي،که څه هم ايران خپل اسلامي انقلاب يادوي بيا اسلامي ساه په پاکستان،جنوبي اسيا او هند کښې پياوړې ده،چې ټولې دسيسې همدلته دي او لنگريې پر پښتنو پروت دى ، پښتانه بويه خپلې ملي يووالى ټينگ وساتي يا به يو کيږي يا به ورکيږو .

پانگواله نړۍ غواړي  ځان په هر څه کښې شريک کړي،دنړۍ حالات داسې راغلي،چې دوي نور ځان نه شي جوړولاى .دوى له هغو مسلمانانو هم وېره لري ، چې د دوى په هيوادونو کښې اوسيږي .

په امريکا کښې الګور دکلنټن پرمهال دهغه مرستيال و او دنوبل جايزه يې اخستې ده ، چې دنړۍ له پوهانو شمېرل کيږي ، په هغه ليک کښې ، چې ده د٢٠٠٨ عيسوي کال دمى پر ١٩ ليکلى دى ، وايي:((څو مياشتې پاتې دي ، چې له جورج بش او جمهوري پلوو څخه دهېواد واگي واخستل شي ، وروسته له اتو کلونو بدمرغيو دامريکې خلکو ته وسپارل شي ، مونږ بويه په دې کار کښې غلطي ونه کړو دعراق په جگړه کښې بش لويه غلطي کړې ده، هغه دا،چې مشري يې ورکه کړې ده . دا دى،چې يوه پتمنه دحل لاره نه شو موندلاى )).

په افغانستان کښې هم داسې شوي ،چې امريکا مشري ورکه کړې ده، دافغانستان خلک چاته مخ واړوي ؟.

همدا دي ، چې هره ورځ دطالبانو خلاف هغه خلک پاروي ، چې د دوى په لاس کښې دي او هغو ى ته دښه ژوند زېرى ورکوي ، چې  هغه نه ليدل کيږي .

الگور داهم وايي: (( دايوازې سپينه ماڼۍ نه ده ، چې له بش څخه واخستل شي ،دسنا په جرگه کښې دې هم دجمهوري پلوو څوکۍ لږې شي )).

هغو جمهوري پلوو،چې افغانستان کښې يې راتلونکو ټاکنو ته خپل نومونه ورکړي تر اوسه ويريږي او ډيموکراتانو سره اړيکې نه نيسي،څو تنه له هغې ډلې امريکا ته تللي او ډيموکراتانو سره يې ليدلي دي هغوى يوازې د دوى نظريات اوريدلي دي .

په دې ټولو حالاتو کښې دامريکا سياستپوهان دومره پوهيدلي ، چې پښتانه وپېژني او کومه جوړه،چې پاکستان له قبايلي طالبانوسره کړې ده هغوى يې ناهيلي کړي،چې پرويز مشرف غوندې يو سړې به ونه شي موندلى، افغانستان هم ورته غړې دى،چې يو کال وروسته به ټاکنې کوي،که هلته څوک په لاس ورنه شي بيا دې ته اړ کيږي،چې حامدکرزى طالبانو ته وسپاري،دحامد کرزي همدغه ورځې دي .

بل فکر يې هېر دى ، خو په غـــم دزرو پــــول دى

هر څه بې ننگي کا،دچا بډى رشوت خورينـــــه

خاندى ، پروانه کا ، شــــرم نـــه لري دتيــــښتې

ډيرې بې شـــرمــۍ دژونــــدون لپـــــاره وړينــــه

نــــوم دودانــــۍ ويــــران شهـــر دى خوشحالـــه

لا ترې ويران مه شه ،ورځ په ورځ ده کمترينه

تاسو دامريکې حالت دمېرمن albritgh له سترگو وگورئ،چې دامريکې پخوانۍ دبهرنيو چارو وزيره وه،په لاندې تصوير او انځور کښې هغه ځايونه ليدل کيږي په کومو ځايونو کښې جگړې دي،دغه راز په يوه تصوير کښې ويل شوي ، چې په افغانستان کښې يې جگړه بايلولې ده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *