شنبه , 22 سپتمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / محمود قریشي له افغان چارواکو سره مهمې ليدنې کوي

محمود قریشي له افغان چارواکو سره مهمې ليدنې کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر  نن  کابل ته ځي او په  جلال اباد  کې د دپاکستان د کونسلګرۍ تر څنګ پر ګڼو  مهمو  مسايلو له افغان اړخ سره خبرې کوي.

دپاکستان دبهرنيو چارو وزير  به له ولسمشر غني، اجرایه رییس او بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره خبرې وکړي

دوی به په دغه خبرو  کې، د سولې، ترهګرۍ ضد مبارزې، دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو، ګډو اقتصادي مسایلو او نورو مواردو باندې بحث او خبري وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر به همدا راز  پولې د ستونزې او په دغه برخه کې د  وسله والو  پر تګ راتګ هم له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

هغه به همدا راز د دوه اړخیزو اړکو په اړه د خبرو په ترڅ کې په جلال اباد کې پاکستان د تړل شوې کونسلګرۍ په اړه هم خبرې وکړي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *