پنجشنبه , 22 نوومبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / د پاکستان د بهرنيو چارو وزير سبا کابل ته  ځي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير سبا کابل ته  ځي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي ویلي دي ، چې ټاکل شوې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي به سبا د شنبې کابل ته سفر وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند زياته کړې چې ښاغلي قریشي په مشرۍ یو لوړ پوړی پاکستانی پلاوی به کابل ته د خپل سفر پرمهال د جمهور رئیس محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د خپل افغان سیال صلاح الدین رباني سره په کتنو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړوندو مسلو خبرې وکړي.

 احمدي وویل” مونږ زیاته تمه لرو، د دې لپاره، چې ښاغلي عمران خان د څو مسلو یادونه کړې، یوه دا چې د پاکستان امنیت اود افغانستان امنیت ډیر زیات یو بل پورې تړلی دی، د همدې له امله زمونږ تمه داده، چې نوی حکومت پر خپلو ژمنو عمل وکړي”.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې د پاکستان پلاوي سره به پر دواړخیزو مسلو د خبرو ترڅنګ، امنیتي مسلو، سیاسي او اقتصادي اړیکو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او پیوستون لپاره د عمل په پلان خبرې وشي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د پنجشنبې په ورځ کابل ته د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي په ګډون د یو پلاوي د سفر خبر ورکړی وو.
په افغانستان کې د تحریک انصاف د ګوند په مشرۍ د حکومت د جوړیدو وروسته دا یو بهرني هیواد ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر لومړی سفر دی.
پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې کابل ته سفر کوي، چې د افغان حکومت د غوښتنو سره سره پاکستان د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې خپله تړلې قنسلګرۍ لا بیرته نه ده پرانیستې.
پاکستان حکومت د وږي په لسمه د ننګرهار د ولایتي چارواکو له خوا د دغې قنسلګرۍ په چارو کې د مداخلې په تور په جلال اباد ښار کې خپله قنسلګري وتړله.
که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د ټیلیفون له لارې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمد قریشي څخه د دغې قنسلګرۍ د بیرته پرانیستلو غوښتنه کړې، خو پاکستان لا بیرته خپله قنسلګري نه ده پرانیستې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *