پنجشنبه , 22 نوومبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / عبدالحفیظ خاشي : ۳ ازبکستاني وسله وال وژل شوي

عبدالحفیظ خاشي : ۳ ازبکستاني وسله وال وژل شوي

د جوزجان په خماب ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره د جګړې پر مهال درې ازبکستانيان وژل شوي دي.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالحفیظ خاشي ویلي دي ، د دولت وسله والو مخالفینو تېره شپه د خماب ولسوالۍ پر امنیې قوماندانۍ ډله ییز برید پيل کړ چې له دوه ساعته جګړې وروسته درې ازبکستاني طالبان وژل شوي او د یادې ډلې لس نور کسان ټپیان دي.

هغه زیاته کړه، په دې جګړه کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د سیمې امنیت اوس خوندي دی

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *