سه شنبه , 20 نوومبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / د ننگرهار په خوږياڼو کې چاودنه شوې

د ننگرهار په خوږياڼو کې چاودنه شوې

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي، ويلي دي  چې نن سهار شاوخوا اووه بجې د ننگرهار ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ د کږې زوړ بازار په سيمه کې د ښاروالۍ پر کارکوونکو چاودنه شوې ده چې له امله يې  پنځه کسان ټپيان شوي  چې روغتون ته د درملنې لپاره انتقال شوي دي.

خوږياڼي پر خبره ، ياد مامورين د مال منډيي سره نږدې د يو پل پر سر له مال اخيستونکو د ټکس ترلاسه کولو په موخه ناست وو، چې تر پل لاندې ځای پرځای شوی ماين پرې چاودلی دی.خوږياڼى وايي، ټپيان د ښاروالۍ قراردادي ماموري دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *