دوشنبه , 15 اکتوبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / فنلنډ: نور افغان کډوال له خپلې خاورې نه وباسو 

فنلنډ: نور افغان کډوال له خپلې خاورې نه وباسو 

د فنلنډ د کډوالو د چارو ادارې ویلي دي   چې له دې وروسته به هغه افغانان چې ماشومانو ورسره وي، بیرته کابل ته و نه ليږي  د دې ادارې چارواکو ویلي، چې دا پریکړه یې په کابل کې د وروستیو امنیتي حالاتو له ارزولو سره سم کړې ده.

فنلنډي چارواکو ویلي مجرده افغانانو ته به د نه  شړلو معافیت ورنه کړل شي. اکثریت هغه افغان چې په اروپايي هیوادونو کې د پناه غوښتنه کوي، ځوانان دي چې د راپورنو له مخې د اقتصادي لاملونو له کبله افغانستان پریږدي

. د فنلنډ د کډوالو د چارو اداره وايي دا مهال ورته د ۷۶۰ افغان کډوالو د پناه غوښتنې دوسیې پرتې دي.

له دې وړاندې، جرمني او یو شمیر نورو اروپايي هیوادونو لسګونه افغان پناه غوښتونکي بیرته افغانستان ته وليږل . ترکيي هم سږکال لسګونه زره افغان کډوال بیرته افغانستان ته لیږلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *