پنجشنبه , 22 نوومبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / له فاریاب، جوزجان او سرپل څخه د سترګو لیدلی حال

له فاریاب، جوزجان او سرپل څخه د سترګو لیدلی حال

نوراني عزام

د روان (۲۰۱۸م) کال د اګست مياشتې په څوارلسمه نيټه مو د یوه مطبوعاتي ټیم په تشکیل کې د هيواد شمال لويديځو ولايتونو فارياب، جوزجان او سرپل ته سفر وکړ. په يادو ولايتونو کې مو د علماوو، د مکاتبو د استادانو، قومي مخورو، پوهانو او عامو ولسي خلکو سره وليدل او په يادو ولايتونو کي مو د اسلامي امارت تر واک لاندې سیمو کي د روان ژوند او جهادي وضعیت په اړه څيړنه او معلومات وکړل.

څرنګه چې د اسلامي امارت موقف او پالیسي ده چي تر خپل واک لاندې سیمو کي به خلکو ته د اسلامي شريعت په رڼا کې هوسا او ارام ژوند برابروي او هڅه به کوي چي تر خپل پوښښ لاندې سیمو وضعيت له نيژدې وڅاري او د محاکمو د ادارې تر څنګ د نورو ادارو لکه معارف، بيارغونې، صحت او داسې نورو… په فعاليت سره د ولس مشکلات او ستونزې په ټولیزه توګه حل او فصل کړي.

زموږ د سفر اجنډا او مقصد هم دا وو چي د اسلامي امارت تر واک لاندې په دغه ولایتونو او ساحو کې د ولس روان ژوند، د مکاتبو، مدارسو، محاکمو او بيارغونې چارې له نيژدې وګورو او په اړه يې مستند مطبوعاتي مواد تر لاسه او نشر ته اماده کړو.

زموږ د معلوماتو او ارزونې له مخې په يادو ولايتونو کې د اسلامي امارت تر واک لاندې سيمو کې امنيت په پوره توګه تأمين وو او خلک له ټولو هوساينو او راحتونو برخمن وو، د بيلګې په توګه د معارف يادونه کوو. زمونږ له ورتګ څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت په تشکیلاتو کې د تعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو کميسيون لخوا ټول مکاتب او مدارس کتل شوي وو او په ټولو مکاتبو کې د روان ميلادي کال د تدريس څیړنه شوې وه او هغه مکاتب او مدارس چې له ځينو نيمګړتياوو سره مخ وو، لکه د کتابونو پوره نه شتون، هغه ټول پوره شوي وو او اوس يې هيڅ راز مشکلات نه لرل.

همدارنګه په يادو ولايتونو کې د بيارغونې په چارو کې د پام وړ پرمختګونه شوي وو، د نویو مکاتبو، مدارسو، دارالحفاظونو، پلونو، لويو لارو او داسې نورو… د تازه جوړيدو چارې هم په خورا چټکۍ سره شروع شوې وې.

د محاکمو په برخه کې هم تر ډيره د خلکو مشکلات حل وو، داسې ډير کسان مو وليدل چې د کابل ادارې تر واک لاندې سیمو کې ميشت وو، خو د مشکلاتو د حل لپاره به يې د اسلامي امارت د محاکمو ادارې ته رجوع کوله او د همدې محاکمو له لارې به يې ټول مشکلات حل کول.

په فارياب، جوزجان او سرپل کې ټولې سيمې د اسلامي امارت په واک کې وې، يواځې يو څو مراکز او بازارونه د کابل ادارې سره وو، نورې ټولې سیمې د اسلامي امارت په واک کې وې، همدارنګه د جوزجان په درزاب او قوشتيپه کې د کابل ادارې او ناټو نوې جوړه شوې ډله (داعش) هم له منځه تللې او ټولې سيمې ترې تصفيه شوې وې.

د داعش ډلې په اړه د سيمه ييزو خلکو او مجاهدينو معلومات دا وو چې دا ډله په جوزجان کې د امريکا لخوا تمويليدله او د جګړې او اوسيدنې ټول لګښت يې د امريکا شخصي کمپنۍ (بلک واټر) لخوا ورکول کيده، چې ښکاره ثبوت يې داعش ډلې ته د وروستي ځل لپاره نجات ورکول دي.

عيني شاهدانو راته وويل چې کله په درزاب کې د داعش وروستی مرکز هم د اسلامي امارت د مجاهدينو تر ځواکمنو بريدونو لاندې راغی، د دښمن چورلکو د جګړې په جريان کې خپل ځواکونه ښکته کړل او په سيمه کې يې د چورلکو او ځواکونو په مټ خپلو داعشیانو ملګرو ته نجات ورکړ او ټول يې د چورلکو په مټ انتقال کړل.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *