شنبه , 22 سپتمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / طالبانو د مذاکراتو په اړه راپور رد کړ

طالبانو د مذاکراتو په اړه راپور رد کړ

 

د مذاکراتو په تړاو د رويټرز اژانس راپور حقیقت نه لري

رويټرز غربي رسنۍ راپور خپور کړ ی چې د اسلامي امارت دوه تنو لوړ پوړو نامعلومه مشرانو ورسره د مذاکراتو او بندیانو د خلاصیدو په اړه معلومات شریک کړي او یو شمیر نورې خبرې.

اسلامي امارت د خپل دریځ د اعلانیدو لپاره رسمي چینلونه او رسمي ویندویان لري، که په هره برخه کې له مطبوعاتو سره د څه ویلو اړتیا پيښیده او یا نظر څرګندیده هغه به د اسلامي امارت د رسمي ویندویانو له خولې او په رسمي ادرسونو وي.

ناپيژاندي اشخاص د اسلامي امارت مشران بلل او بیا ورڅخه نقل قول نشرول د غربي رسنیو د پروپاګند هغه برخه ده چې غواړي د موضوعاتو په اړه تشویشونه ایجاد کړي او یا نا سم معلومات خپاره کړي.

موږ له رسنیو غواړو چې مسئولانه چلند ولري، د اسلامي امارت د هر رسمي دريځ او موقف د معلومولو لپاره له رسمي منابعو سره تماس ونیسي، بې اساسه راپورونه او افواهات د رسمي موقف په بڼه اسلامي امارت ته منسوب او خپاره نه کړي.

په داسې کولو سره د دغو رسنیو اعتبار ته زیان رسیږي او هغه ګټه هم نشي تر لاسه کیدای چې ممکن کومې مغرضې کړۍ يې د داسې راپورونو تر شا په نیت کې ولري.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۳/۱/۱۴۴۰هـ ق

۲۲/۶/۱۳۹۷هـ ش

ــ٢٠١٨/٩/١٣م

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *