پنجشنبه , 22 نوومبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دخداى(ج) رحمت له چا سره دى؟

دخداى(ج) رحمت له چا سره دى؟

ارواښاد  قدرت الله حداد ((فرهاد))
دغه سوال ته اعليحضرت شاه محمود افغان ځواب وايي: ((چاسره ، چې کاذب دولت او شهرت وي ، هغوى سره کاذب رحمت نه وي )).
شاه محمود نولس کلن و، چې مروج علوم يې لوستې وه په عربي،پارسي پوهېده،پښتويې مورنۍ ژبه وه،هغه ،چې کوم برى په کرمان کښې ترلاسه کړه ، له هغې يې ټول ايران ته ليکلي خبر ورکړ،چې دخلکو مال ، سراو ناموس خوندي دي ، شريعت برحال دى،داعليحضرت شاه محمود هوتک دتبليغاتو اصول په هغه مهال کښې حېرانونکي وه .
يوه افغان مؤرخ فرهنگ وايي: ((دشاه محمود عمر لږ و،خو ډېر هوښيار او پوه و، داسې ښکاري ، چې ده دخپل پلار ميرويس نيکه خبرې سمې اوردېدلې وې ، بيا له ځينو نورو مدارکو داسې ښکاري ، چې ده دخپل وخت علوم لوستې وه)) ،يو دليل دا،چې د ده خور بي بي زېنبه لوستې وه او دهغې نارې ملي تاريخ بيانوي،ددې داناره ولولئ او سر په گرېوان کښې ښکته کړئ،فکر وکړئ،چې خبره څه ده ؟
کـــــــه زمـــــــرى دى شــــاه اشـــــرف دجنـــــگ زمـــــرى دى
قام اشرف ته رانغى،ځکه دنادر اشرف باندې برى دى
يوه ناره يې دملي تاريخ سبق دى،څوک يې اخلي څوک يې نه اخلي .
اعليحضرت شاه محمودهوتک ولي الله دى!
دې دحضرت ميرويس نيکه زوى و، دده دزېږيدو نېټه سمه نه ده څرگنده ،دپادشاهۍ پرمهال شل کلن ښکارېده،کله،چې دې د ١٧٢٢ عيسوي کال دنوامبر پر اوومه دايران پر تخت کيښناست؛هالندي استازي دې ليدلى دى او هغه داسې وايي: (( مردى است بيست وچهار ساله،خوش ريخت (ښکلى) و دراجراى عدالت بسيار سخت گير، شبها به بازرسي نگهبانان مى پردازد،بى انکه به وضع هوا اعتنايي داشته باشد )).
ما،چې ده ته ولي الله ويلي؛دايراني رجالو له خبرو دي،لکه،چې له هالندي په پارسي ترجمه شوي((دراجراى عدالت بسيار سختگير بود)).
په دې پروگرام ډېرې خبرې نه شي کېداى،بيا هم غواړم دايران او افغانستان ځوان نسل پوه شي؛ ځينې برخې له پارسي اخستل شوي،چې اړين ټکي به يې په پارسي ووايم،هيله ده که افغان او ايراني ځوانان يې واوري،هغو ته پاملرنه وکړي،چېرته،چې د دين،ناموس او خپلواکۍ خبره وي بيا ايراني او افغان يو دي،لږ وروسته به د دې بېلگه ورکړم،چې په ليکلو اسنادو کښې راغلي،ملک الشعرا بهار،سيدحسن طباطبايي ،(مقدم ) او نورو ايراني پوهانو روغې خبرې کړي،چې دافغان او ايراني له احساساتي او بې مدرکه خبرو سره نه شي پرتله کېداى.
اعتمادالسلطه درتاريخ ناصري مى نوسيد:(( محمود امر کرد که هر چه ا ذوقه در اورد وخودمهياکرده بود؛به اصفهان کشيدن،به قدر کفاف نان وگوشت پيدا امد از اهالى اصفهان بيرون رفته گان بر سرد املاک وخانه هاى خود امدند محمود برسم قزلباش ضيافت کرد به اشاره شاه، سلطان حسين معتمد که از قديم به صفويه خدمت کرده بود،باز به کار خو مقرر شد وعرض کرد که در هر خدمت کمال اردات به ظهور خواهم رساند به شرط انکه به من تکليف جنگ با شاه طهماسب ننمايد،که من نمک پروردۀ دولت اين دودمانم،اين سخن محمود را بسيا خوش امد وگفت من ترا از وکالت عزل نخواهم کرد.
به رجال قزلباشيه اظهار ملاطفت ونوازش کرد به جهت تعديل وتسويه درمنازعات شرعيه ودعوى حقوق عباد شخصى را ازجماعت افغان منصب ديوان بيگى داد.
او مردي کامل،وزاهد ومتقي ورشيدوعالم وعاقل ودانندۀ قواعد شرعيه شريعت بود،مردم چنان از ديانت وپاکدامنى او مسرور وخوشحال شدند که زمان گذشته خود را که باعث بربادي دولت شاه بود وافسوس بې نهايت خوردند فراموش کردند)).
عيني شاهدان وايي، چې اعليحضرت شاه محمود داگست په ١٧-د١٧٢٢ عيسوي کال زر تنه ايراني اسيران خوشې کړل،هر يوه ته يې څلور محمودۍ دلارې خرڅ ورکړ.
د ١٣٨٦ کال دغبرگولي په څلورمه د قدرت الله حداد فرهاد په کولتوري غونډې کښې يياوړي محمدداود مومند سوزناک پېغام راليږلې و،چې اغلې فهيمې ناسري ولوست،چې دگډونوالو له هرکلي سره بدرگه شو، دگډونوالو دردونه يو شانې نه ول ،خو د (دين ، ناموس او خپلواکي ساتنې په ارزښتونو کښې يې سره امناوه،لکه،چې له شاه محمود هوتک سره ،چې دعدالت په نامه پښتانه،بلوڅ،هزاره،ازبک ….تللي او خوځېدلى و .
عدالت،عدالت دى،چې عدالت وي،ژبه،قوم او نسل نه وي،څنگه،چې خوشحال خان په خپلې وصيت نامې کښې ليکلي :(( هغه ، چې دننگ او غېرت په ډگر کښې تاسو سره ملاوتړي ، هغه ستاسې بابازى دي دا ډېر ځله شوي )).
جنرال عطامحمد توخي،چې دسردار عبدالله خان توخي زوى و، چې ١٣٢٨هـ ل کال کښې يې په مزارشريف کښې ليکوال ته ويلي وه : ( د ١٣٠٨ هـ ل په مزارشريف کښې دامان الله خان وروستۍ شپې ورځې وې ، دامان الله خان پلويان سره غونډ شول ، چې دامان الله خان لپاره پادشاهي ټينگه کړي،ټولى ټولى شوي وه،دقومونو په نامه دهزاره دټولي مشر وويل : (( مونږ په کوم خېل او ځاې کښې يو،جنرال عطامحمدوويل 🙁 د دوي لپاره غېرت ځاې وليکه ، دا په دې هېواد کښې شوي بيا هم کيږي.
دبش سوغاتونه خپلو خلکو ته،چې د ټيټو او بې ارزښته خلکو هېنداره ده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *