شنبه , 22 سپتمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / پرويزمشرف استعفى کوي،نه کوي؟

پرويزمشرف استعفى کوي،نه کوي؟

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
د٢٠٠٨ عيسوي کال دمى په اته ويشتمه لومړى داخبر خپور شو،چې پرويز مشرف دپاکستان جمهور رييس ويلي دي،چې ژر به له دندې استعفى وکړي . لږ وروسته پوځي چارواکو وويل ،چې پرويز مشرف به ژر استعفى ونه کړي .
دا،چې پرويز مشرف به له خپلې دندې لاس په سرشي که نه شي بيا دم گړۍ دا خبره پورته شوې،دپاکستان نوي حالات او دطالبانو دبريدونو ډېرېدل دکابل چارواکي يې خواشينې کړي او دوى يې په دې کښې هک پک کړي دي ؛لومړى دطالبانو بريدونه ټول افغانستان کښې په تېره بيا جنوب ،جنوب لويديځ،جنوب ختيځ کښې ډېرشوي يا چېرته،چې پښتانه له پانگوالو هېوادونو سره پر جگړو اخته دي،په دې جگړو کښې امريکا ډېره برخه پر ځان واخېسته،ددې لپاره،چې وښيي اوس دناټو برخه لږه ده،بله دا،چې امريکايان ښه جگړه مار دي،خو کله،چې دوى د عمل ډگر ته ننوتل داسې وليدل شول،چې دوى هومره نه و،څومره،چې باټې يې کولې او دا هم نه ول،چې دوى ويل په طالبانو کښې نور زور نه دى پاتې،گرانې ،فساد،چور او تالان په خپل حال روان او پاتې دى،بش خپلو کار پوهانو سره غږيدلې و،چې په افغانستان کښې شمالي اتحاد، چې اوس متحده جبهه ده غواړي،چې دکرزي ځاى ناستى وټاکي،په دې،چې که جلالي يا بل راشي هغو مليشه نه لري .
درحيم وردگ اردو او دضراراحمد مقبل پوليس اوس په هېڅ شمېري،جگړه به امريکايان کوي او هماغه به کوي، چې (( وې نيسه ويې تړه ماته يې په لاس راکړه )) هغوى به هم دپښتنو په سيمو کښې داکوي ،په امريکاکښې گراني ډيريږي،دروغ ويل کيږي او دبش په خبرو کښې دانه اورېدل کيږي،چې دافغانستان خلک دين،ناموس او خپلواکي غواړي ،خو اوايي،چې په عراق او افغانستان کښې خېر خېريت دى .
حامد کرزي له ده زده کړې؛دثور پر اتمه،چې اويازره بهرني او کورني پوځونه له درې طالبانو وتښتېدل يايې دمنډو مسابقه يې تر سره کړه بيا يې وويل : خېرخېريت دى او داسپين سترگې متل پاتې شو،نسل بالنسل به دده له نوم سره ويل کيږي.
په دې ترڅ کښې بيت الله محسود،چې څوک يې ارکان حرب او جنرال نه بولي يا کله مارشال فهيم ، خو کله يو دولت يې روغه وکړه،لکه ديو خپلواک جمهور رييس يې يوه مرکه وکړه،دغه مرکه له بېنوا پاڼې واخستل شوه او دايس سي پي ار ډي په ارشيف کښې خوندي شوه لکه دبېنوا صاحب ملي سرود،چې ساتل شوى دهېواد پالو لپاره له عبرته ډکې خبرې لري .
اوس يې تاسو کټ مټ وگورئ .
(داورداننگو يې ،چې زياتيږي حمزه دم په دم )
په قبايلی پاکستان کې د طالبانو له مشر بيت الله محسود سره مرکه
پوښتنه:بينظير بوتو چا ووژله او که ژوندۍ واي،اوس به د هغې پر وړاندي ستاسو دريځ څه وو؟
بيت الله محسود: که بېنظيربوټو نه وای وژل شوي نو اوس به د پاکستان لومړۍ وزيره وای او هغې به ز مونږ پر ضد پوځي کمپاين پيل کړي وای ،نو مونږ به هغه وژلي وای، خو له دې ټولو د نه ته سره شويو کارونو سره اوس مونږ وايو چې داسي کوم ثبوت نه شته چې مونږ د بوټو په وژنه کې ښکيل وبولي .قبايلي طالبان په دې وياړي ،چې د يهودو او عيسويانو پر ضد په خپل پوره توان سره جنگيږي .
پوښتنه: تاسو خپلي اړيکي په افغانستان کې له طالبانو سره څنگه ټينگوئ او ايا تاسو په هغو عملياتو کښې له افغاني طالبانو سره ونډه اخلئ کوم، چې د افغان ، امريکايي، او نورو بهرنيو سرتيرو پر وړاندي د افغانستان په دننه کښې تر سره کيږي؟
بيت الله محسود: دا يو اسلامي اصل دی.گورئ، هغوي (امريکايان)د عراق په ابوغريب زندان کښې له ښځو او نورو بنديانو سره څه کوي؟ او له مسلمانانو سره په کيوبا او فلسطين کښې او يا هندوان په مسلمانانو باندي په کشمير کښې څه ظلمونه کوي نو مونږ ته لازمه ده ،چې د هغوي پر ضد جهاد وکړو او يو له بل سره مرستي وکړو.الله دې د افغانستان طالبان ونازوي او هغوی ته د توفيق ورکړي ځکه ،چې هلته ټول افغان طالبان ولسي خلک دي او له هغوی سره زمونږ يوازي 5 سلنه طالبان مرسته کوي او مونږ له افغانی طالبانو سره خپلي مرستي د اسلام په نامه تر سره کوو.
پوښتنه: ايا ستاسو جنگيالي په خاصه او مستقله توگه د افغانستان په دننه کښې عمليات تر سره کوي؟
بيت الله محسود: د اسلام دښمنانو ډير اسلامي ملکونه اشغال کړي دي او افغانستان مونږ ته ډير نژدې پروت اشغال شوی هيواد دی ، او مونږ هڅه کوو چې د الله په ملتيا د دې خاورې (افغانستان) هره يوه سيمه ،چې وکړای شو له اشغال گرو ځواکونو څخه پاکه کړو او دا زمونږ ستر آرمان دی .
پوښتنه: د القاعدې سازمان په اړه او د دې سازمان د مشرانو په ارتباط که تاسو راته ووايست چې ډير ملکونه واېې چې تاسو اسامه بن لادن، ايمن الظواهري،ملاعمر او د القاعدې نور مشران په خپلو سيمو کښې ساتلي دي، ايا دا خبره څومره واقعيت لري؟
بيت الله محسود: ملاعمر او اسامه بن لادن دوه ستر مجاهدين دي ،چې د الله د رضا لپاره جنگيږي او هغوي د مسلمانانو دوه مهم مشران دي. دا دوه مشران د نړۍ په ټولو مسمانانو گران دي هغوی په پوره شجاعت له امريکايانو سره جگړه کوي او مونږ هغوي ستايو او پوره ملاتړ ېې کوو .که څه هم هغوي په دې سيمه کښې نه شته ،خو که هر څه وغواړي مونږ به ېې ورته برابر کړو، که هغوي زمونږ په سيمه کښې استوگنه وغواړي استوگنه ورکوو که هر څه وغواړي حتی مونږ خپل ځان هم له هغوي قربانولای شو .
پوښتنه : د پاکستان د اتومي وسلې په اړه ستاسو نظر څه دی؟
بيت الله محسود: پاکستانی حکومت بايد د مسلمانانو د ملاتړ او د خپلو دښمنانو د ويرولو لپاره له خپلې اتومی وسلې کار واخلي. خو مونږ د پاکستان تر اتومي وسلي ډير ځواکمنى وسلي لرو .مونږ فداېې جنگيالي لرو ،چې په هره سيمه کښې ډېر بريالي عمليات تر سره کولای شي ،خو د پاکستان حکومت او پوځيان په خپله اتومي وسله اختيار نه لري او ټول سياستونه دنورو ملکونو په لاس ورته جوړيږي .پاکستانی حکومت بايد د اختيار خپلواکي ولري او د دې پر ځای ،چې په خپلو وسلو خپل مسلمانان ووژني بايد خپل دښمنان پرې نابود کړي .
مونږ خوشحاله يو ،چې امريکايان دلته شته دا ځکه ،چې مونږ ېې پر وړاندي جهاد وکړو او مونږ خوښ يو ،چې زمونږ يهود او نصراني د ښمنان د همدې امريکايانو په مينځ کښې شته، او که خدای غوښتل د هغوي پر وړاندی به جگړه تر پای پوري دوام ومومي.
اړينه يادونه:د بينواويب پاڼي لوستونکو!دا مرکه د لومړي ځل لپاره د همدې ويب پاڼي له لاری په پښتو ژبه خپره شوه او نوري ويب پاڼي او خپروني ېې بايد د خوندی توب حق ته درنای وکړي او د نشر په صورت کښې بايد د بينواويب پاڼي نوم ورسره وليکي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *