شنبه , 22 سپتمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دپاکستان جوړه له طالبانوسره او دکابل اندېښنې

دپاکستان جوړه له طالبانوسره او دکابل اندېښنې

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

طالبان ، چې دافغانستان په تاريخ ، ادب او ټولنې کښې يو واقعيت دى ، اوس دلوى افغانستان په پراخه سيمه کښې مطرح دي ، پاکستان  له هغوى سره په بېلابېلو لارو دخپل ملي سياست له مخې يوه روغه وکړه ، چې په کابل کښې يې اندېښنې وپارولې .

دافغانستان خلکو دتاريخ له مخې دا خبره دصفاريانو،غزنويانو،غوريانو،سوريانو،لوديانو،هوتکو او ابداليو پياوړيو امپراتوريو پر بنسټ په خپلو رگونو او مغزونو کښې بيا دپاکستان ځانگړيتوب او هويت اسلامي دى،په هندوستان کښې،چې مسلمانان دي هغوى نظام الدين اوليا اونور ډېر اسلامي،شخصيتونه لري.

يوه ورځ په هند کښې د ټنگ ټکور يو سيمينار  و؛دپاکستان سندرغاړى استاد امانت علي خان  په ډېر ښه مهارت په کښې سندرې وويلې،دسيمينار مشر يوه خبره وکړه،چې څو اړخه يې درلودل او دغه جمله يې په ډېر ادبي څېر او بڼه وويل : ((امانت علي استاذ دهندوستان امانت دى))  ،چې دغه جمله يو پېغام و او له يوه کتابه يې معنا ډېره وه،استاد امانت علي خان يو ډېر سپېڅلې با ادبه سړى و،چې اسلامي اخلاق يې له ورايه څرگندېدل،کله،چې دده لوړه درجه څرگنده شوه،ده له خدايه شکر وکړ،يوه خوا که غربي سياست دى بله خوا دخلکو دين (اسلام) دين دى، چې مسلمانان يې پر يوه نه شليدونکي مزي تړلي دي .

که دمطلوب له طالبانو ځان شمـــــېرې

اى رحمانه! اول سيال شه بيا يې مومه

ددغه بېت تعبير او تفسير هم ډېر دى،چې دين او پښتونولي په کښې له څړه څرگنديږي،طالب  او مطلوب خداى او خداى پرستي ده،چې طالب دى،سيال او سيالي زښته لويه خبره ده،پښتانه،چې سيالي وايي برابري او مساوات دى،افغانان يوله بله توپير نه لري،څوک،چې دين،ناموس او خپلواکي ساتي په هغو کښې توپير نه پاتې کيږي،که پښتون وي،که تاجک،که پنجابي وي اويا که سندي دغه کيفيت ته رسېدل اروپايانو له مونږه په زر او زور ورک کړى دى،امريکا او انگليس،چې اروپايي دي يوه نوې کاپي يې وړاندې کړې ده ،مونږ يو په افغانستان او پاکستان کښې ټول قومونه په دې پوه کړو،چې پښتون به پښتو ساتي،بلوڅ به بلوڅي،سندي به سندي وو او داسې نور .

علامه اقبال وايي:

نه افغان ترک و تــــاتـــــار يــــــــم

چمن زاد يم وازبل شاخساريم

دغه بېت له ليکوال نه څه ويجاړ شوى ځکه و اقبال ديوان ورسره  شته،خو پر دې گړۍ يې کتلې نه دى ،بل ځاې وايي ، پر ورده يک نوبهاريم ، چې يوه پسرلي پالي يوه ډيوه پسرلي پالل ديوې سيمې حالات کېداى شي، په داسې حال کښې ، چې يو ډول شرايط راباندې راغلي وي ؛بيا پېوستون مو ساتلې شي نه بېلتون .

امريکا ، انگليس او نور پرنگيان غواړي ، چې تاريخ رانه هېر کړي ،احمدشاه بابا ، چې داشعارو ديوان لري ، سربېره پرهغه دده له خولې ډېره څه ليکلي پاتې دي .

ميرويس نېکه خپلو خلکو ته وويل : (لږبه پر ډېرو برى ومومي ، چې خداى تعالى وغواړي )) . افغانان به کوم شى دامريکا لپاره هېر کړي ، دين ، تاريخ ، ناموس ، پاک لمنې …..ملي اخلاق او که دود ؟

دکابل بهرنيو چارو وزير ، چې رنگين سپنتا دى له پاکستان سره په دې برخه کښې خبرو ته روان دى او دا به څه گټه ونه لري ؛ ځکه پاکستان پښتانه خپل يو قوت بولي ، ځکه ، چې پاکستان خپل غليمان لري، او پښتانه به ورسره مرسته کوي ، لکه کشمير مساله لکه دفلسطين  مساله ، چې په شپېتو کلونو کښې حل نه شوه ، که مرسته ونه شي شپيته کاله نور به هم وغواړي .

کېداى شي ، چې دکشمير ؛فلسطين او ډيورنډ ټولې ستونزې حل شي ، خو په دې شرط ، چې دامريکې او انگليس لاس په کښې نه وي ؛ځکه دا د دوى کار نه دى .

د دوى خپلې گټې دي  دنورو په غم کښې نه دي  او دلته دسلونو هډونو خاورې شوي دي .

چې دعشق په گرانه لار کښې ډېر خطـــردى

هر قدم چې په کښې اخــــلـــم ډار دســــــــر دى

کـــه سينــــــه مې سره چاک کړى و په ويـنــــې

چې مې ستا له غمه ويني درست ځيگر دى

ستا د مهر  باران نه او ري چـــې شــــــين شي

ما په زړه کښې کرلې ستــــا دمينـــې کر دى

دعشق غم له خلـــــقه پټ لــــره خوشـــــحالــــه

څه يې پټ کړم چې جهــان ځيــــنې خبــــر دى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *