شنبه , 16 دسمبر 2017
کورپاڼه / خبرونه / پاکستان : په افغانستان کې د سرتیرو ډیرول د ناپوهۍ نښه ده
_97691937_1c449fea-1e14-4e45-a7aa-a2bedaadf2b8

پاکستان : په افغانستان کې د سرتیرو ډیرول د ناپوهۍ نښه ده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ټرمپ تګلاره ناکامه وبلله.د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې په افغانستان کې د ټرمپ تګلارې له مخې د سرتیرو ډيرول نه شي کولای افغان جګړه د امریکا په ګټه پای ته ورسوي.

خواجه محمد آصف له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د اوباما په وخت کې زرګونو امریکایي او د ناټو تړون سرتیرو ونه شوای کولای چې په افغانستان کې جګړه کابو کړي.

د آصف په خبره چې له درېیو تر څلورو زرو پوځيان به ونشی کولای افغان جګړه بریالۍ کړي.

د نوموړي په خبره په افغانستان کې د سرتیرو ډیرول د ناپوهۍ یوه نښه ده؛ ځکه واشنګټن په ورته پخوانۍ تکلاره ونه شوای کولای چې په افغانستان کې وسله وال ډلې ماتې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *