شنبه , 16 دسمبر 2017
کورپاڼه / خبرونه / ایراني پولیسو افغان کډوال وژلي دي
21743355_1608773609144238_197201897659456916_n

ایراني پولیسو افغان کډوال وژلي دي

د تخار ولایت د والي ویاند سنت الله تیمور ویلي، ، چې ایراني پولیسو د دې هېواد په شیراز ولایت کې هغه مهال پر افغان کډوالو ډزې وکړې، چې غوښتل یې پلازمینې تهران ته لاړ شي. سنت الله تیمور زياته کړى چې، د تخار یو شمېر اوسیدونکي چې په ناقانونه توګه ایران ته تللي وو، په یاد هېواد کې د پولیسو لخوا په ډزو وژل شوي دي. سنت الله تیمور د وژول شوو کسانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د تخار د اوسیدونکو په خبره چې ایراني پولیسو د دې ولایت ۱۵ کسه ځوانان وژلي دي. یوې بلې سرچینې بیا ویلي، په یاده پېښه کې ۲۳ افغانان د ایراني پولیسو لخوا وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *