دوشنبه , 11 دسمبر 2017
کورپاڼه / دادب ګلکڅونه / غزل/ انعام نعيمي
beautiful-dream-germny-photos-3

غزل/ انعام نعيمي

انعام نعيمي

ګریوان مې لوند،سترګې مې سرې بهانه څنګه وکړم
اوس یې لیدلی یم،د شپې بهانه څنګه وکړم

ناست یمه چیرته،او کړم فکر خدا دکوم ماښامي
نن مې بیخې زیات یادیدې، بهانه څنګه وکړم

زما او ستا کورنۍ ټول ژوند بدیدار پاتي دي
اوس دیدن سخت دي مابوبې، بهانه څنګه وکړم

مور مې ویل ښه نه یې،زویکه لالهاند ښکارې
چُپ شوم تصویر نکړې کیسې،بهانه څنګه وکړم

زړه دی،چې پاتي شوو په خوږ نظر په بد محفل کې
نه شي توبې له میـــکدې، بهــانه څنګه وکړم

انعامه!څه وخت وه د تور ماښام دیدار د یو چا
یاد مې دی وخت د یارانې ، بهانه څنګه وکړم .

انعام.

۲۰۱۷/۷/۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *