شنبه , 22 سپتمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / طالبانو د غومارچ ولسوالي نيولي

طالبانو د غومارچ ولسوالي نيولي

طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر یوه کاروان، چې له غورماچ ولسوالي څخه د فاریاب ولایت مرکز ته روان و، بريد وکړ

راپورونه وايي چې شاوخوا ۳۵۰ افغان امنیتي ځواکونه، چې ډېره موده په غورماچ ولسوالي کې محاصره ول، له غورماچ څخه د میمنې په لور وخوځېدل خو په لاره پرې وسله والو طالبانو برید وکړ.

راپورونه وايي چې د دواړو خواوو ترمنځ د چهارشنبې تېپې په سیمه کې سخته جګړه روانه ده.

دا سیمه د قیصار او غورماچ ولسوالیو ترمنځ پرته ده.

له غورماچ څخه د دغو ۳۵۰ امنیتي ځواکونو له وتلو وروسته دا ولسوالي په بشپړ ډ‌ول د  طالبانو لاس ته ولوېده.

دا ولسوالي په ځلونو د حکومت او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې ده.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *