شنبه , 22 سپتمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / کابل کې د هوايي ځواک دوه منسوبین وژل شوي دي

کابل کې د هوايي ځواک دوه منسوبین وژل شوي دي

د كابل امنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانكزي ويلي دي نامعلومو وسله والو په كابل ښار كې د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواك دوه منسوبين وژلي دي. د كابل امنيه قوماندانۍ وياند پر خبره دا پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د پنځلسمې امنيتي حوزې اړوند په خواجه بغرا سيمه كې رامنځته شوې ده. نوموړي زياته كړه، بريد كوونكي له سيمې وتلي دي  او د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي. د بريد مسووليت تراوسه كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *